د پلار د قاتل له لمسي سره ښېګڼه! – حامد افغان

(د یوه مشهور پښتانه عالم نادره کیسه)

د افریدو بدي کې زما پلار د زینګل په نوم یوه افريدي پنځه ډزه ویشتلی او وژلی و، د زینګل لمسی راغی، ول زه غواړم دیني علم ترلاسه کړم، مال ته څوک یې؟ ول زه د فلان زوی او د افریدو د فلاني کلي یم! مال ته د زینګل لمسی یې؟! ول هو، مال هغه زما پلار وژلی و، هلک وویریدی او له ډاره په لړزه شو، مال بهر ووځه، هغه بهر موټر کې کینه.

هلک تک ژېړ او له ډاره لړزیدی، سیده مې د مالګو منډیي ته بوتی، قاري فیاض ته مې وویل: دا زما د پلار د قاتل لمسی دی، مدرسه کې داخله ورکړه او ځانګړې کوټه هم ورکړه، هغه هک پک راته پاته شو! مال بس دا کار وکړه او هغه داخل او ګوښې کوټه ورکړه، هلته یې اته کاله درسونه وویل، هره جمعه به ما ته راتی او ما به سل دوه سوه روپۍ خرڅه هم ورکوله.

اته کاله وروسته یې راته وویل: د حدیثو دوره به چرته کوم، موټر کې مې سپور کړ، مولانا حسن جان رحمه الله ته مې وروست، هغه ته مې وویل: دا زما د پلار د قاتل لمسی دی، نور درسونه یې ویلي، ستاسو سره دورې کوي، داخله ورکړه او پام پرې کوه، هغه هم هک حیران پاته شو! ول پښتنو کې داسې څوک په لومړي ځل وینم چې داسې کار یې کړی وي!

علم یې چې پوره کړ، افریدو ته مې راسره بوتی، هلته مې هغوی ته د قتلونو او دښمنيو په اړه خبرې وکړي، مال د الله په پار لیږ د سړي زامن شئ، بیا مې په هغه ځلمي غږ وکړ مال پورته شه! افریدو ته مې وویل: دا پېژنئ؟ هغه ټولو مشرانو پېژاند چې هغه زما د پلار د قاتل لمسی دی، هغوی ته مې د هغه د عالم کیدلو کیسه وکړه او مال اوس دلته چرته وظیفه او نوکري هم ورته پیدا کوم!

دا عالم مولانا بجلي ګهر رحمه الله و او دا کیسه یې پخپل یوه تقریر کې کړې ده، وروسته هغه د سعدي صاحب مشهور بیت تکراروي چې د بدو مقابل کې ښه کول د نرانو او تکړه خلکو کار دی. الله دې مولانا ته بښنه وکړي او الله دې جنتونه نصیب کړي.

5 تبصرې

  1. په رښتیا سره مولانا صاحب رحمه الله د ننګ اومیدان سړی ؤ ، الله تعالی دي پري خپل ټول رحمتونه وکړي، الله تعالی دي زموږ په پښتنوکې خصوصا داسي تکړه علماء اوداعیان نورهم ډیرکړي ، آمین

  2. پاک الله دی ورته جنت الفردوس ور وکری آمین
    دیر شه عالم وکری.

  3. خدای جل جلاله دې مولانا بجلیګر صاحب ته لوړ درجات او جنتونه نصیب کړي، امین

  4. Yes, we must read and learn from history and apply it in our daily lives.

  5. که څه هم مرحوم مولانا زما د انډیوالانو پدې خاطر خوښ ؤ چه ټوکی ئې کولې خو ما له هغه نه ډېر څیزونه زده کړیدی.ښه سړی ؤ د ښه سړیتوب یوه نخښه ئې داوه چه قومی جاهلانه تعصب ئې نه درلود.اسلام د تعصب څخه کرکه لری.تعصب د شیطان خصلت دی بناً لکه جنت چه پر شیطان حرام دی همدارنګه پر یو متعصب انسان هم جنت حرام دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.