افغانستان

ملګري ملتونه: تر ۳میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، راتلونکی کال به درې میلیونه او درې سوه زره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري، چې ډېره برخه یې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي او کورني بې ځایه شوي کډوال دي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، له پاکستان او ایرانه راستانه شوي کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د دې ادارې د راپور له مخې، یوازې په تېر اکتوبر کې د طالبانو د جګړو له امله ۳۶۰زره افغانان بې ځایه شوي او په ټوله کې د جګړې له امله ۹سوه زره افغانانو خپل کورونه پرېښې او نورو سیمو ته کوچېدلي دي.

د کډوالو اداره وايي، سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۵۶۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې ډېره برخه کې یې په کېږدیو کې ژوند کوي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ«UNHCR» د افغانستان د چارو مشرې فتیحه عبدالله له نړیوالې ټولنې د بشري مرستو غوښتنه کړې وه.

فتیحه عبدالله ویلي وو، چې په روان زېږدیز کال کې په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۴۸۰ ماشومان د جګړو له امله وژل شوي او ۶۰سلنه ماشومان له رواني حالته ځورېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرې په خبره، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۳۹ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي،۱۰ میلیونه افغانان لومړنۍ روغتیايي اسانتاوې نه لري او ۲ میلیونه افغانان په مړه خېټه د خوراک له‌پاره څه نه شي موندلای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د بېړنو مرستې راپور داسې وخت کې ورکوي، چې په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د داعش د وېرې پنځه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو اداره وايي، تر اوسه یې یوازې ۵۰۰ کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړي او نورو بې ځایه شویو کورنیو ته کافي اندازه بودیجه نه لري.

د ملي یووالي حکومت مشر اشرف غني ژمنه کړې وه، چې په سل ورځو کې به د افغانانو په دسترخوان کې بدلون راولي؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې ۱میلیون افغانان بې کاره شوي او زرګونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته تللي او نږدې یو میلیون افغانانو خپلې مېنې پرېښې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The UN Shall investigate what happened to Billions of dollars given to Afghanistan and what happened to the bags of dollars given by Iran and the white checks from Mr. Bush, who took them and why were those donations not revealed to the people of Afghanistan. they were talking about democracy and stealing money.

mha

The previous government officials must be investigated.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x