افغانستان

ننګرهار کې د ایډز ۱۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر شعیب سهاک وايي، سږ کال یې په ننګرهار کې د ۲۵۷ د ایډز مشکوکو پېښو راپور ورکړل شوی و، چې ۱۴۹ یې د مرکزي «VCT» له خوا مثبتې تایید شوي دي.

د ایډز پر ضد د نړیوالې ورځې په پلمه جوړه شوې غونډه کې ده له هغو خلکو وغوښتل، چې د ایډز شک ورباندې کېږي باید خپله وینه معاینه کړي.

سهاک له خلکو وغوښتل چې پر ایډز اخته کسانو سره باید سلوک ونه کړي؛ ځکه ایډز د بېلابېلو لارو څخه نورو ته لېږدول کېږي.

ده یې د لېږد عمده لاملونه پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو له لوري ګډې ستنې«سورنج» کارول، غیر مسووله جراجي پروسیجرونه، نا مشروع جنسي اړیکې او د مور څخه ماشوم ته د ایډز لېږد وښودل.

د عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې د ايډز ناروغي د پراخېدو په حال کې ده

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د «HIV»  ایډز د کنټرول پروګرام مشر ډاکټر نورحسن بشریار وویل، په ننګرهار کې ۶۸ سلنه نارینه، ۲۲ سلنه ښځې او لس سلنه له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان پر دې ناروغۍ ککړ شوي دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان ویلي وو، چې په روان کال کې یې د ایډز ۲۳۲ پېښې ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۲۸ پېښې ډېرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x