نظــر

پلورل شویو خبري رسنیو او لیکوالانو ته!

هغو تش په نوم لیکوالانو ته چې تر پرونه پورې یې د ابوذر ابوذر نارې وهلې چې ټوله نړۍ یې چیغو په سر اخیستې وه، هغه غلامې خبري رسنۍ چې د یو څو ډالرو په مقابل کې تور ته سپین او سپین ته تور وایې، هغه خبري رسنۍ او لیکوالان چې د مادیاتو په مقابل کې له خپل ایمان څخه لاس وینځي، هغه خبري رسنۍ او لیکوالان چې ریښتیاویونکی ته دروغجن او یو دروغجن ته چې د انسانیت له چوکاټ څخه وتلی وی ریښتیاویونکی وایي، هغه خبري رسنۍ او لیکوالان چې هر وخت یې د حق څخه سترګې پټې کړې دي او په باطل یې منګولې نښلولې دي.

دا چې خبري رسنۍ د یو هیواد څلورمه قوه بلل کیږي ځکه چې په هیواد کې د هر قسم بدلون په راوستلو کې مهم رول لري، خبري رسنیو ته هغه وخت ریښتونې خبري رسنۍ ویل کیږي چې په پوره اخلاص سره د خلکو او ولس خدمت وکړي، د ظالم د ظلم په مقابل کې خپل اواز اوچت کړي او د مظلوم د حق اخیستلو لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي نه داسې خبري رسنۍ لکه نن ورځ چې په افغانستان کې ترسترګو کیږي چې د هر قسم ظلم په مقابل کې یې په ژبو باندې مهر لګیدلی دی، نه داسې رسنۍ چې هر د ظالم د تقویت او د مظلوم د اوښکو په تویولو کې یې تر خپله وسه پورې هلې ځلې کړې دي.

نن ورځ په خبری رسنیو کې د خوست ولایت پرونۍ او د پکتیا ولایت ننۍ پيښو په اړه ولې کوم راپور نه تر سترګو کیږي چې پنځه ملکي بې ګناه وګړي چې دوه معصوم ماشومان دوه تور سرې او یو سړی یې شهیدان کړل آیا دوی انسانان نه ؤ؟! د ژوند کولو حق یی نه درلود چې د صلیبی وحشی یرغلګرو له لوری په شهادت ورسیدل؟! آیا دغه ماشومانو له طالبانو سره لاس درلود؟! او که د طالبانو سره یې په نظامی عملیاتو کې برخه اخیستې وه؟!

خبري رسنۍ او هغه فیسبوکیان او پلورل شوی لیکوالان چې د سرینا هوټل د بې ګناه ماشومانو په وژلو یې طالبان تورن کړل نن ورځ ولې غلی دي چې له خولې څخه یې هیڅ اواز نه اوریدل کیږي، همدغه خبري رسنۍ دي چې له صلیبیانو او د هغوی له اجیرانو سره د هر قسم جرم په ارتکاب کې شریک دي که چیرې دوی خپله دنده په پوره اخلاص او بې پريتوب سره ترسره کړي نو هیڅوک به د بې ګناه وګړو وژلو او یا بل قسم فساد کولو هوډ ونه کړي، آیا د ژورنالیزم اصول دا دي لکه تاسې چې خلکو ته ورپيژندلي دي چې د همیش لپاره په حق باندې سترګې پټوئ او د باطل پلوي کوئ، یا هم د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندئ داسې خواږه لقبونه او خبرې ورته کوئ چې له اصلی موضوع څخه یې پام بل لوری ته واوړئ، یقینا چې ستاسې دغه ناوړه کړنې چې اوس مهال یې ترسره کوئ داسې مثال لري لکه څوک چې په شاتو کې زهر پیچکاري کوي، هر وخت چې بې ګناه وګړي وژل کیږي تاسې هیڅ غوږ هم نه پرې ګروئ او کله چې د اسلام یو لوی دښمن ووژل شی بیا ژور خفګان ورباندې ښکاره کوئ، او یا داسې ښکرور دروغ ورپسې تړئ چې په هیڅ صورت سره یې عقل نشی منلای او پدې باندې هم پوره یقین لرئ چې ستاسې په خبرو باندې څوک باور نه کوی ځکه چې باور مو له لاسه ورکړی دی اګر که کوم وخت ریښتیا هم ووایي، نو بیا تاسې ولې خپل ایمان د مادیاتو په بدل کې له لاسه ورکوئ؟؟

سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x