سیما سمر: حکومت په لوړه سطحه، له ښځو سره تبعیض پالي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بشري حقونو مشره، سیما سمر وايي حکومت په لوړه سطحه له ښځو سره تبعیض پالي.

سیما سمر د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت برابرې شوې ناستې ته خبرو کې وویل، په هېواد کې د ښځو او ماشومانو بد وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سمر د وسله‌والو مخالفینو تر څنګ اربکیان او نور امنیتي ځواکونه هم د بشري حقونو په نقض ملامت وبلل.

د کورنیو چارو وزارت هم د خپلو ځواکونو له لوري د بشري حقونو نقض ومانه، خو ژمنه يې وکړه چې د مسلکيتوب هڅه به يې کوي.

سیما سمر په داسې حال کې د ښځو پر وضعیت خواشينې ښکاره کوي، چې تازه په بامیانو ولایت کې دوو لوړ پوړو ځايي چارواکو پر یوې شل کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

په ورته وخت کې ولسي جرګې ته د ور معرفي شویو دوولس نوماند وزیرانو له ډلې یوازې ښځينه نوماندې د باور رایه تر لاسه نه کړه، چې خواله رسنیو کې يې ښځينه‌توب علت ګڼل شوی دی.

د همدې ورځې په مناسبت یوناما پخپل راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله په ملکي مرګ ـ ژوبله کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۱۷م کال له پيله تر سپتمبر مياشت پورې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۰۵ ملکي کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

ځه ورکه شه د حزب وحدت غړیې دادومره کاله پټه خوله وې دالر دې ووهل د برلین په کوڅو کې نیشه ګرزېدې اول خو دخپل حزب (حزب وحشت ) محاکمې ته در وغواړه او په جنایت یې محکوم که ! دا دومره وخته دښځو حقوق چېرې وو؟؟

چې نن خوشې مرداري خورې ! لکه چې له امریکایانو څخه په دې خبرو دالر غواړې او بودیجه دې کمه شوې ده!