fbpx

محقق د خپلې دندې د ځنډېدو خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، د نوموړي د دندې د ځنډولو خبرونه بې اساسه دي.

د محقق له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، دا کار یوازې د مغرضو رسنیو له لورې شوی دی.

د افق په نامه خبري بنسټ په ایران کې د محمد محقق د څرګندونو له امله په امنیت شورا کې د هغه د غړیتوب د له منځه تلو خبر ورکړ.

سرچينې ویلي و، افغان کابینې محقق په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په ستایلو د امنیت شورا له غړیتوبه ویستلی او د هغه د دفتر رییس عبدالوهاب عزیزي يې پر ځای ټاکل شوی دی.

د محمد محقق له دفتره خپرې شوې خبر پاڼې دا د «څو تنو مغرضانه څرګندونې» بللې دي.

محمد محقق په ایران کې د «محبان اهلبیت» په نوم ناسته کې، په سوریه کې د ایران په ګټه جنګېدونکي افغانان ستایلي و، چې دغه څرګندونې يې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

نوموړی د اجراییه ریاست دویم مرستیال دی، چې امنیت شورا کې هم غړیتوب لري.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

Why doesn’t he go and live in Iran, he has enough money to live like king.