کرکټ: افغانستان د آیرلینډ په وړاندې لومړی توپ وهنه کوي

نن ټکی آسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او آیرلینډ تر منځ په لومړي پنځوس اوریزه لوبه کې آیرلینډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده:
جاوید احمدي
احسان الله جنت
محمد نبي
اصغر ستانکزی
راشد خان
دولت ځدراڼ
شفیق الله شفق
ګلبدین نائب
رحمت شاه
مجیب ځدراڼ
ناصر جمال

د افغانستان لومړي توپ وهونکي جاوید احمدي او احسان الله جنت دي چې تر دې دمه یې په دوه اورونو کې ۲ منډې جوړې کړي او کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې مجیب ځدراڼ په نولس کلنو لوبډلو کې له پیاوړې توپ اچونې وروسته په ملي کې لوبډله کې په لومړي ځل دلوبیدو خولۍ ورپه سر شوه او په لوبډله کې شامل شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.