په امریکايي بمباري کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې هیښوونکی زیاتوالی

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلې چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله ولسي مرګ ژوبله په هیښوونکې ډول زیاته شوې ده.

په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوې چې د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو ډیری برخه ښځې او ماشومان دي چې دا خپله په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړو د په نښه کولو ښکاره ثبوت دی.

امریکايي ځواکونو هم په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو په زیاتوالي اعتراف کړی او پوځي ویاندویانو یې ویلي چې دوي په تیرو دریو میاشتو کې تر ۵۰۰۰ زیات بمونه د طالبانو د نفوذ پر ساحې غورځولې او په راتلونکي کې یې د لازیاتوالې تکل لري.

د بشري حقونو د څارسازمان تر دې اعلامیې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ ادارې هم په خپل راپورکې ویلي و چې د روان كال له پيله د نومبر تر نيمايي پورې د افغانستان په روغتونونو كې ۶۹ زره تنه ټپيان ثبت شوي دي چې دا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د تېر كال په پرتله ۲۱ سلنه زياتوالى ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې زمونږ په هېواد كې ټول ټپيان روغتون ته رسيدګي هم نشي کولای.

.په کابل کې د یو ناما دفتر هم د تیر کال په نسبت سږکال د ملکي تلفاتو ارقام څو چنده زیات بللي او په دې اړه نشر کړیو اعلامیو کې یې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه غوښتي چې په خپلو بریدونو کې د ملکي کسانو ژوند ته توجه وکړي.

په تیر نومبر کې له جنګي جرمونو سره د مبارزې نړیوالې محکمې هم په افغانستان کې له میشتو امریکايي ځواکونو څخه وغوښتل چې دوی ته دلته د ترسره شویو جنګي جرمونو د څیړو زمینه مساعده کړي خو د امریکایانو لخوا یې غوښتنه و نه منل شوه.

د امریکايي ځواکونو لخوا د یادې محکمې د غوښتنې تر دید خپله د دې ثبوت دی چې هغوي په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ترسره کولو پروا نه کوي ، او همدا وجه ده چې هغوی له کابل سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر مهال هم خپلو سرتیرو ته په افغانستان کې د هر ډول جرمونو له ترسره کولو څخه قضايي مصؤنیت ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ته په کار دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په لاس د بیوزله افغان ولسي وګړو د وژنې په اړه یواځې د اعلامیې په صادرولو بسنه و نه کړي ؛ بلکې د امریکايي ځواکونو د هغو بشر ضد جنایاتو د مخنیوي په اړه جدي اقدام وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د