يوسړی ٦٠ کاله لمونځ کوي خويو يې هم نوي قبول!

يوسړی ٦٠ کاله لمونځ کوي خويو يې هم نه وي قبول!

پوښتنه وکړای شوه: ولي؟

ځواب ورکړ شو: ځکه چی هغه نه رکوع پوره کوي ، نه سجده، نه ولاړه (قيام) سم کوي، نه ارکان پرځای کوي او نه یې هم په لمانځه کې خشوع وي…

حضرت عمررضی الله عنه فرماي:یوسړی په اسلام کی سپین ږيری شو خو یو رکعت یې هم د خدای لپاره بشپړ نه کړ.

پوښتنه وکړای شوه: څنګه؟ ای امیرالمؤمنین!

ویې فرمایل: هغه نه خپلي رکوعګاني پوره کړې او نه سجدې.

امام احمدبن حنبل رحمة الله فرمایی: په خلګو به یو داسي وخت هم راځي چي هغوی به لمنځونه کوي خوهغه به نه قبلیږي…..او زه ویریږم چي زموږاوسنـــــــــۍ زمانه به هماغه زمانه وي………

سبحان الله! امام احمد بن حنبل رحمه الله په هغه زمانه کي دا خبره کړي وه نو چي دغه زمانه (زمونږ اوستاسی زمانه) یی لیدلي وای نو د ده دریځ به څنګه وو؟؟…….

امام غزالي رحمه الله فرمایی: یوسړی سجده کوي په دې خیال چي په دی سجدی به دالله تقرب ترلاسه کړي……

په خدای قسم! که د هغه ديوې سجدې ګناوي تقسیم کړای شي نوله امله به يې ټول ښار هلاک کړای شي….

پوښتنه وکړای شوه: هغه څنګه؟؟

ویې فرمایل: هغه خپل سر الله ته ټیټوي خو ورسره جوخت د خپل شهوت په غلامۍ بوخت اود دنیا په مینه کې ډوب وي….

نو دا څنګه سجده ده؟

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی: زما د سترګو يخوالی لمونځ دی.

نو وروڼو! مونږاوتاسې تر اوسه داسي لمونځ کړی چی د نبی صلی الله علیه وسلم دسترګو يخوالی جوړشوی وي؟….

آيا موږاوتاسي تر اوسه د الله کورته پدې موخه ورګرځیدلي یو چې دوه رکعته نفل ادا کړو؟؟؟…..

مونږاوتاسي تراوسه د لمانځه مينې ناآرامه کړي یو؟؟…….

تراوسه مونږاوتاسي د لمانځه د ادا کولو لپاره ليواله شوي يو؟

آيا موږ تاسې له خپل پالونکي رب سره دملاقات په موخه دشپې انتظار په ناکرارۍ سره کړی دی؟؟…..

دالله سبحانه وتعالی ارشاد دی:

((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ))

ژباړه:آيا دمؤمنانو لپاره لاهم د دې وخت ندی رارسيدلی چی د الله په یاد کي يې زړونه نرم شي…

ابن مسعودرضی الله عنه فرمایی:

زموږداسلام راوړلونه څلورکاله وروسته خدای تعالی دا آیت نازل کړاو له موږ نه يې شکایت وکړ…….

موږدخپل دغه حالت له امله دالله له لوري په عتاب باندې ډیر وژړل…………..

بیا چی مونږله کورو نه راووتلو نو یو بل به مو ترټل او ویل به مو:

تاسودالله جل جلاله دا فرمان نه دی اوریدلی:

((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ))

نوخلګ به ځای په ځای ولویدل او په ژړا به شول.

هو! موږ به له دې امله سخت سخت ژړل چي زمونږ رب له موږه  ګیله کوي….

نو وروڼو را‎ځي! چي مونږاو تاسې هم خپلو لمنځونو ته پام وکړو او هغه له ضایع کیدو وساتو…….

عثمان فاتح

[email protected]

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.