نړۍ

الجزاير کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې کيږي

نن ټکی اسيا: د شمالي افريقا مهم عربي هيواد کې نن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره رايې اچول پيل شوي دي.
د ولسمشرۍ د شپږو سيالانو تر منځ په دې ټاکنو کې سخته مقابله روانه ده، چې يو يې د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقة دی.
۷۷ کلن بوتفليقة له ۱۹۹۹ ميلادي کال راهيسې د الجزاير ولسمشر دی، چې څه موده وړاندې پرې د زړه حمله راغلې وه او له هغې وروسته د حکومت په چارو کې عملا ډېر نه تر سترګو کيږي او نن د مريضانو په سايکل کې د رايې ورکولو مرکز ته ورغی او خپله رايه يې ورکړه.
د الجزاير حکومت يوازې دولتي رسنيو ته د انتخاباتي چارو د څارلو اجازه ورکړې، له همدې امله د دغه هيواد نورو رسنيو په دې اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي.
له هيواده د باندې الجزايريانو په هر هيواد کې خپلو سفارتونو او قونسګريو کې له څو ورځو راهيسې خپلې رايې اچول پيل کړي تر څو د ټاکنو پايلې ژر اعلان کړای شي.
د يادونې وړ ده چې،الجزاير کې څلورو اسلامپالو او يو سيکولر ګوند د دغو ټاکنو سره پريکون اعلان کړی او وايي چې، درې وارې ټاکل شوی ولسمشر بوتفليقه دې استعفا ورکړي او بيا دې په ټاکنو کې ګډون وکړي. د دغو پنځو واړو ګوندو يو اعتراض دا و، چې ۷۷ کلن بوتفليقه د زړه مريض دی او نشي کولای، چې د حکومت چارې پر مخ بووځي.
دغه ګوندونه وايي چې، يو لنډ مهالی حکومت دې جوړ شي او له هغې وروسته دې ولسمشريزې ټاکنې وشي.
ولسمشر بوتفليقه پر خپل سيال کانديد علي بن فليس تور لګولی، چې د پرديو د اجنډا لپاره کار کوي او غواړي په هيواد کې اړی ګړی رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x