کرکټ: افغانستان آیرلینډ ته ۲۳۹ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) افغانستان آیرلینډ ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۹ منډې هدف وټاکه.

افغانستان چې په لومړي کې له ښه لوبیدا وروسته د ستونزو سره مخ شو، او د محمد نبي او اصغر ستانکزي سوځیدلو وارخطا کړل خو په آخر کې د راشد ارمان او شفیق الله شفق تیزې توپ وهنې مناسب هدف ته ورسول.

د افغانستان لخوا رحمت شاه او ناصر جمال پنځوسیزې ووهلې چې په ټاپ آرډر کې ښه ثابت شول، رحمت شاه د ۷۵ توپونو په وهلو سره د یوې شپږیزې او ۳ څلوریزو په زور ۵۰ منډې جوړې کړې، همدا رنګه ناصر جمال هم د یوې شپږیزې او ۲ څلوریزو پر مټ ۵۳ منډې جوړې کړې.

په ډاون آرډر کې راشد خان ښه ثابت شو او په ۴۹ توپونو یې ۴۸ منډې جوړې کړې، شفیق الله شفق د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په وهلو د ۲۶ توپونو په زور ۳۶ منډې جوړې کړې.

آیرلینډ به ټاکلی هدف په پنځوس اورونو کې د لس لوبغاړو په لرلو سره پوره کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.