مجاهد: طالبانو ته د درندو تلفاتو اړولو ادعاوي حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې په پکتیا، غزني او زابل ولایتونو کې طالبانو ته د تلفاتو اړولو ادعاوي بې بنسټه او هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي ویلي چې په « تیرو څلورويشتو ساعتونو کې په یادو ولایتونو کې موږ د هيڅ کومې چاپې او تلفاتو پيښه نه لرو، نه کوم مجاهد شهید شوی او نه څوک نیول شوي دي».

نوموړي همداراز هغه ادعاوي رد کړي چې ویل یې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده یو شمیر جنګیالي او جګپوړی مسؤول وژل شوی دی.

مجاهد وویل: «د بهرنیو اتباعو موجودیت یا نیول هغه هم د مجاهدینو سره د مرسته کونکو په نوم دا هغه پروپاګند او کاذبه ادعا ده چې دښمن يې وخت په وخت د مجاهدینو په اړه تبلیغوي».

باید وویل شي چې ددې تر مخه امنیتي چارواکو او ناټو اعلان وکړ چې ددوی په ګډو عملیاتو کې د القاعدې یو جګپوړو قومندان د ۸۰ تنو جنګیالیو په ګډون ووژل شو.

د افغانستان ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عمر خطاب یا عمر منصور په نامه په افغانستان کې د القاعده جګپوړی قومندان د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو او امنیتي ځواکونو ۲۷ تنه نور شکمن کسان په غزني، پکتیا او زابل ولایت کې ونیول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ددوی په لیکو کې هیڅ بهرنی تبعه شتون نه لري او نه هم طالبانو ته تلفات اوښتي دي، ځکه چې دولتي ځواکونه په میدان کې هیڅ لاسته راوړنه نه لری، په درواغو د پرمختګ خبرونه خپروي تر څو پر ځان د بهرنیو ملاتړو فشار را کم کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د کابل غلامان او باداران باید دار لمجانین ته بوتلل شی ، سوچه یی عقل له لاسه ورکړی، دوی هم پوهیږی ، طالبان هم پوهیږی او نړیوال هم پوهیږی او زمونږ هیوادوال هم پوهیږی چه طالبان بریالی او د کابل غلامانو او بادارانو نه یواخی په چنګ بلکه حکومداری کی هم د ماتی سره مخ دی مورال یی بایللی خپلو کی سره غوښه چاړه دی طالبانو ته یی اړه هم نشتنه که اشغلګر تښتی دوی د سقوط سره مخ دی دی هیواد هماغه د لویو قدرتو دهدیری ویاړنه بیا د الله ج په نصرت تر لاسه کړی اوسی په دغو… نور لوستل »