افغانستان

د خوست ولایتي شورا ولي خپل دفتر وتاړه؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایتي شورا خپل دفتر دروازې وروسته تر هغه وتړلې کله چې ددغه ولایت پر امنیه قومندان د اداري فساد تور ولګېد او دنده یې وځنډول شوه.

د ولایتي شورا غړو د مل پاسوال فیض الله غیرت دنده ځنډول او پر هغه باندې د ادارې فساد تور پورې کېدل بې بنسټه بللی دی او له مرکزي دولت څخه یې غوښتنه کړې ده د هغه قضیه دي له سره وڅیړي او یو ګډپلاوی دي وټاکي، کنه دوی به د ولایتي شورا دفتر همداسی تړلی پریږدي.

د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان نن د سې شنبې په ورځ یوه خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې پر امنیه قومندان ټول تورونه بې بنسټه دي.

د شورا بل غړي عبدالولي واحدزی هم وویل چې باید یو بل پلاوی دي تاکل شي او دا قضیه دي وڅیړي، ځکه چې له مرکز څخه خوست راغلی د امنیتي ارګانونو د ارزونې لپاره راغلي پلاوي له حقیقته لیري راپور چمتو کړی چې پر اساس یې د امنیه قومندان دنده ځنډول شوې ده.

باید وویل شي چې د اکثرو ولایتونو پر امنیه قومندانانو او دولتي چارواکو تور پوري کیږي چې په ولایتي سطحه باندي په فساد کې ښکېل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x