افغانستان

غزنی: جلا- جلا پېښو کې شپږ کسان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د غزني د سیمه یېزو چارواکو له معلوماتو سره سم، د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دوو بېلو بېلو پېښو په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د غزني مرستیال والي وايي، چې نن له غرمې مخکې د کابل-کندهار پر لویه لار د غزني ښار اړوند سېمه کې د یوې ترافیکي پېښي له کبله څلور تنه ځای پر ځای مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یوه کرولا ډوله موټر له بل موټر سره ټکر وکړ. نوموړي د پېښي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ په ګوته کړه.
یادې سرچینې په یوه بل خبر کې ویلي، چې د غزني ښار سره نږدې د اسفندي په سېمه کې پر یوه کرولا موټر د سړک غاړې ماین چاودنې دوه نفره وژلي او یو بل ژوبل کړی.
نوموړي د چاودنې مسؤلیت د چا پر غاړه ور وانه چاوه، خو زیاته یې کړه چې دا سېمه د غزني ښار ته څېرمه او د زیات ترافیکي ازدحام سره مخ وي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل-کندهار لویه لار هر کال د زیاتو خونړیو پېښو شاهده وي، چې ډېری مهال یې د مساپرو د مرګ-ژوبلې ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته هم ګڼې ستونزې پيدا کړې وي. د خلکو په اند، حکومت د دې ته ورته ترافیکي پېښو په مخنیوي کې پاته راغلی او هېڅ پاملرنه ورته نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x