نړۍ

ټرمپ قدس شریف ته د امریکايي سفارت د نقلولو خبرتیا ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ د فلسطیني حکومت مشر محمود عباس او د اردن پاچا عبدالله الثاني ته تلیفون کړی او ورته ویلي یې دي چې غواړي د امریکا سفارت د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال کړي.

نوموړي د اسرائیل د لومړي وزیر نتنیاهو سره هم خبرې کړي دي او اطمینان یې ورکړی دی چې سفارت به قدس شریف ته انتقال کړي.

د فلسطین ولسمشریزي ماڼۍ نن اعلان وکړ چې ټرمپ د فلسطیني مشر محمود عباس سره په وروستۍ تلیفوني اړیکه کې وویل چې سفارت به د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکول شوي چې ټرمپ غواړي خپل د وعدې سره سم د امریکا سفارت قدس شریف ته انتقال کړي چې د فلسطین په ګډون اکثره عربي هیوادونه یې په ښکاره مخالفت کوي.

ددې تر مخه د ټرمپ مرستیال مایک پنس د یهودانو په یوه غونډه کې ویلي وه چې قدس شریف ته د سفارت د انتقال په موضوع کې ټرمپ ډیر جدي دی.

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ دوشنبه باید ټرمپ دغه پرېکړه وکړي خو د سپيني ماڼۍ ویاند وویل چې نوموړی به په راتلونکو څو ورځو کې پرېکړه وکړي.

باید وویل شي چې د امریکايي قانون له مخې د امریکا حکومت باید قدس شریف د اسرائیل پلازمینه وبولي او خپل سفارت ورته انتقال کړي خو ددغه هیواد ولسمشران دا حق لري چې هرې شپږ میاشتې وروسته حالات وارزوي او بیا پریکړه وکړي چې سفارت باید انتقال شي او کنه، چې له مخې یې د تیرو ۲۲ کلونو راهیسي ولسمشران دغه پریکړه ځنډوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ټرامپ ددې شیطانی عمل ستر ملاتړ کوونکی همدا د آل سعود ( آل یهود) پلیده کورنۍ ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x