دیني، سیرت او تاریخ

د سينګار د سامانونو ناوړي اغېزې

عبدالمالک همت

د سينكار د شيانو كارول له ډېرو پخوا زمانو څخه رواج لري. د هومر د اوډيسي ( ستري حماسي منظومې ) د « پِنِي لوپ » په نامه د پاك لمني خو ډېري ښكلي ښځي چي د اوليس مېرمن او د تلماك مور ده د سينګار په ذكر كي د هغې د باړخو ګانو د سينګار لپاره د يو ډول غوړيو، چي وايي د زيتون غوړي وه يادونه سوې ده. د مصر ښايستې ملكې كلوپاترا هم د سينګار لپاره د زيتون غوړي په مخ وهل. له دې څخه څرګنديږي چي له ډېرو پخوا مهالونو څخه ځيني ښكلا بخښونكي توكي د ښځو د مخونو د ښكلا لپاره كارېدل. د جزبيل په كيسه كي چي د تورات يوه برخه ده لولو چي هغه پر خپل مخ رنك وواهه، د سر وېښتان يې سمبال كړل او له كړكۍ د باندي يې كتل. د فارسيانو نارينه وو هم په باړخو ګانو سرخي وهل. د دوى يوه پاچا چي اسټـيـاجز نومېدى او د ۵۸۹ قبل الميلاد په شاوخوا كي واكمن وو په خپلو سترګو رنګ واهه، په مخ يې سرخي او سپېده وهل او پر سر به يې مصنوعي وېښتان ايښوول. د لرغوني روم ښځو به خپل ډېر وخت د خپلو څېرو پر سينګار تېراوه. دغه مهال ميناكارۍ ډېر رواج درلود. او د پاچا مېرمني د هغې سره ډېره مينه درلوده. اوس خو نو دادى موږ وينو چي زموږ د مهال ټولي ښځي په تېره زموږ موډرني او دفترونو او بهرنيو موسسو ته تلونكي ښځي خپل ډېر قېمتي وخت پر ځان جوړولو تېروي او داسي ډول ډول شيان پر مخونو وهي چي هم ممكن مردار وي او هم يې د مخونو طبيعې او خداى وركړې ښكلا خرابه كړي او بالاخره يې په ډول ډول جلدي ناروغيو اخته كړي.

د ځان جوړولو دغه دود سره د دې چي د زرګونو كلونو راهيسي روان دى، په هيڅ ګون ښه كار نه دى جوت سوى. په نژدې تېرو سوو مهالونو كي چي كومي ښځي د خپل حسن او جمال له امله مشهوري سوي دي او د خلكو زړونه يې وړل، هغو پر خپلو مخونو سرخۍ، سپېدې، پوډر يا كوم بل رنګ نه واهه.

سرخۍ او پوډر د پوست هغه مسامات بندوي كوم چي د هغو پرانيستي پرېښوول د جلد د روغتيا لپاره ډېر اړين دي. او لكه چي پوهيږو روغتيا او ښكلا يو له بله لازم او ملزوم دي. نو ټول هغه كسان په تېره زموږ خوندي چي د خپلي ښكلا قدر كوي بايد دغه صابونونه، لبسيرين، سرخۍ او سپېدې او ډول ډول پوډرونه او د سر او مخ كريمونه او داسي نور د سينګار سامانونه هيڅ نه كړي استعمال. يو نامتو ډاكټر وايي :”ما ډېر ناروعان ليدلي دي چي پر مخونو يې د بازارونو د خرڅېدونكو پوډرو او پر كېمياوي توكو مشتمل كاسمټيك(سينګار) سامانونو د وهلو له امله توري لكې او دانې څرګندي سوي وي“.

دغه راز نوو ځوانانو او پېغلو ته د جلدي ناروغيو د ماهرانو مشوره داده چي هغوى هيڅ ميك اپ ( سينګار ) ونه كړي. خو دا ددې معنا نه لري چي دوى دي د خپل پوست د نرم او روغ ساتلو لپاره هيڅ ډول غوړ ياكريم نه استعمالوي. ځكه چي په كم عمرۍ كي پوست د ناوړو اغېزو سره مخامخ كيږي. نو كه د دغسي كسانو څېره د دغسي اغېزو څخه متاثره سوې وي هغوى بايد د خپل جلد د صفايى، نرمۍ او ښكلا لپاره د زيتون غوړي استعمال كړي.

پر غير روغتيايي شيانو مشتمل سينګار توکي كه څه هم د اوس لپاره پرتاسي بد نه دي لګېدلي خو امكان لري چي په راتلونكې كي ستاسي پر جلد بده اغېزه وكړي.

دغه راز د مخ ځيني هغه كريمونه او لوشنونه چي كېمياوي توكي په ګډ وي ستاسي جلد سمدستي هرومرو صافوي او ښكلى كوي. خو دا هم ممكنه ده چي پر پوست باندي د دغسي كريمو نو په وهلو سره د پوست طبيعي غوړزګي له منځه يوسي او وروسته وروسته ستاسي پوست د وچي څرمني غوندي وايسي.

د سينګار سامان جوړولو ځيني كمپنۍ په خپلو مصنوعاتو كي د طبيعي نباتاتو توكي لكه شات، د زيتون غوړي، ګنى، نكريزي، كاكاو، د بادامو غوړي، د لېمبو او سنګترې ارغ او داسي نور شاملوي. البته د دغسي سينګار توکيو استعمالول د هر چا لپاره ګټور او د هر پوست سره موافق دي.

نوكله چي د سينګار سامان رانيسئ لېبلونه يې په ډېر پام سره لولئ كه پر هغو باندي د طبيعي بوټو او توكو نومونه ليكلي وه او كمپنۍ هم كومه معتبره كمنۍ وه رانيسئ يې كه نه تر تېرېږئ.

لب سرين او نوي ساينسي څېړني

آيا ښځي خبري دي چي کوم لب سرينونه چي دوى پر شونډانو وهي له څه شي څخه جوړ سوي دي ؟ دا خو پرېږده چي په ځينو لب سرينونو کي د سرکوزي غوړي استعمال سوي دي، نور ټول له داسي ډول ډول کېمياوي موادو څخه جوړ سوي دي چي شونډانو ته خو تاون رسوي چي رسوي او که په خوله ننوزي او تېر سي روغتيا ته هم په جدي توګه ضررناک تماميږي او ان د ځينو طب پوهانو د څېړنو له مخي سرطان زېږوونکي هم دي.

لب سرين معمولاً له تېزابو، نباتي غوړيو، صابون، کسټرآيل، د پټروليمو له يو ډول مومو ، خوشبويۍ ، غذا ساتونکو کېمياوي موادو، د کبانو له ځينو اجزاوو، نارنجي اسيدو او رنګونو څخه جوړوي، نو تاسي فکر وکړئ چي د بدن پر داسي حساس او نازک ځاى لکه شونډانو باندي د دغسي کېمياوي اجزاوو پرله پسې وهل به بالاخره څه نتيجه ولري؟

يوه بله د پام وړ خبره داده چي په ځينو لب سرينونو او د نوکانو په رنګ الکحول هم ګدوي . په داسي حال کي چي د الکحولو په حراموالي کي هيڅ شک او شبهه نسته. د ”عورت کى اسلامى زندګى او جديد ساينسى تحقيقات“ نومي کتاب ليکوال محمد بن اختر ليکي چي د لب سرين په حراموالي او ناپاک والي کي هيڅ شک مه کوئ ، ځکه چي په هغو کي د خنزير غوړي، الکحول او نور نجس مواد ګډوي.

د جان پرنس په نامه يو اروپايي څېړونکى وايي چي اروپايي ښځي سرخي پوډر او لب سرين خورا ډېر استعمالوي. له دې امله اوس روغتيا پالونوکو جوته کړې ده چي د لب سرينو له استعمالولو څخه به پر راتلونکي نسل باندي ناوړي اغېزي لوېږي. يوې بلي څېرونکي مسز ميک کروکوډيل چي د برتانيې د ”نيشنل ايسوسيشن فار هيلت “ مشره ده اندېښنه څرګندوي چي په لب سرينو کي شامل کېمياوي اجزا په بدن کي د مرغړيو د پيدا کېدو لامل کيږي.

دغه راز يوې برتانوۍ جريدې ” نيو آيډيا “ د ١٩٨٣ع. کال په يوه ګڼه کي ويلي دي چي د څېړونکو تر پرله پسې څېړنو وروسته څرګنده سوه چي پر شونډانو باندي د لب سرين له وهلو څخه په معده کي کرار کرار سرطاني مرغړي پيدا کيږي چي په نتيجه کي يې هغه ښځي چي لب سرين وهي د ګېډي په سرطان اخته کيږي.

د سينګار د شيانو استعمال له شرعي او اقتصادي پلوه:

نن مهال په نړۍ كي اقتصادي جنګ روان دى. اوسمهال د سترو صنعتي هيوادونو طاغوتي ځواكونو او ملټـي نېشنل كمپنيو د ګلوبلايزېشن او آزاد تجارت او معيشت په نامه د يوه نوي ښكېلاكي او نيواكي نظام دسيسه په لار اچولې ده. دغه هر څه دسايس چي د نړۍ د سترو قدرتونو او د هغو د انډيوالانو او ګوډاګيانو لخوا د مسلمانانو او وروسته پاتو ولسونو په وړاندي په لار اچول سوي دي دا د هغو د شتمنيو د لوټولو او چورولو او د هغو د بې ځواكه كولو، خوارولو او د هري اسلامي ټولني د هر فرد د ژوندانه په ډول ډول بخولو اخته كولو او بالاخره د ټولو د مريي كولو لپاره دي؛ څوك زموږ شته وړي، د اسرائيلو په ګټه يې په كار اچوي؛ څوك يې د خپلو هيوادونو، پوځي ځواكونو، دين او فرهنګ د ځواكمنتيا او د خپلو خلكو د لا شتمنۍ او د هغو د ژوندانه د لاسمون او داسي نورو چارو د پرمختيا لپاره په كار اچوي؛ څوك زموږ شته پخپله زموږ پر ضد او زموږ د خوارولو لپاره كاروي. په دې لړ كي د اسلام دښمنانو زموږ څخه د پيسو لوټولو لپاره يو چل دا په لار اچولى دى چي زښت زيات مضر او نا اړين شيان يې زموږ د ژوندانه ضرورت جوړ كړي دي. داسي بېخي ډېر جعلي، زموږ دين، روغتيا او اقتصاد ته مضر شيان دي چي زموږ مادي پال، سراښ او بې بصيرته سوداګر يې د بهرنيو كمپنيو سره د جوړ جاړي په پايله كي راوړي او زموږ د بېوزلي هيواد په مليونونو پيسې پر وركوي. په داسي حال كي چي زموږ هيڅ نه دي په كار او موږ كولاى سو بې له هغو هم خپل ژوندانه ته په عادي او سمه توګه ادامه وركړو. موږ مسلمانان يو. موږ ته اسلامي شريعت په مختصر سامان د ژوند كولو لارښوونه كړې ده. حضرت رسول صلی الله عليه وسلم به بي بي عايشې رضي الله عنها ته ويل:« اى عايشې ! كه ته غواړې چي په آخرت كي زما سره يوځاى سې، نو تا ته د دنيوي ژوندانه د تېرولو لپاره دونه لږ او مختصر سامان په كار دى لكه مسافر چي يې د ځان سره وړي. د شتمنو سره مه اوسه او تر څو چي دي كاليو ته پينه نه وي وركړې زاړه يې مه بوله».

وګورئ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې وينا كي څونه لوى حكمت او نصيحت نغښتى دى. كه موږ د لوېديزو هيوادونو دغه په ظاهره ضروري خو له اصله بي ضرورته زيات شيان رانيسو يا به حرامو ته اړكيږو يا پور ته. نن مهال زموږ ځيني ځوانان او نجوني د لوېديزو هيوادونو د ړانده تقليد او د هغو د ډول ډول سامانونو د رانيولو دونه شوقيان سوي دي او دونه يې خرڅونه زيات سوي دي چي د كورنۍ ګټه يې هر څونه وي نه يې بسيږي او تل اړ او تر پورونو لاندي وي. دغسي وګړي تل په څرګنده خوشاله خو په زړونو خوابدي او پرېشانه وي. ګټه يې برابره او كافي وي خو ګذاره يې بيا هم سخته وي او تل په فكرونو او چورتونو كي ډوب وي. دا خو لا پرېږده ځيني دغسي نجوني چي د مړونو كورونو ته ولاړي سي څنګه چي په درنو خرڅونو آموخته سوي وي، مړونه چي يې هر څه ګټي ټولي د موډ او فېشن پر نا اړينو شيانو او كاليو باندي وركوي. چي له دې امله د ډېرو دغسي نوو واده سوو تر منځ شخړي او جنجالونه رامنځته سوي او پاى په طلاق منجر سوي دي.

نو څنګه چي د دغو شيانو توليدوونكي يهود او نور كفار د مسلمانانو پر ضد پياوړي كوي، نو د مسلمانانو لخوا د دې شيانو راوړل او رانيول لويه ګناه او د مسلمانانو سره ستر ظلم دى.

د اوسمهال په شرايطو كي ښايي د يهودو او نصاراوو د هيڅ شي رانيول جايز نه وي. كېداى سي دغسي د اړتياوړ شيان له اسلامي هيوادونو څخه برابر او رانيول سي. په دې هكله زموږ مشرو علماوو ډېر پخوا لا څونه پر ځاى نظر وركاوه. له حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه څخه چا پوښتنه وكړه چي د هندو له دكان څخه خوږې او داسي نور رانيول جايز دي كه څنګه ؟ هغه په جواب كي ورته وليكل : ” كه په څرګنده كوم نجاست نه وي رانيول يې جايز دي، خو كه دغه شيان له خپل مسلمان ورور څخه رانيسې او ګټه ورورسوې نو دا ډېره ښه ده “. وګورئ امداد الفتاوٰى ۳/ ۱۴۱مخ.

په دې هكله په كويټ كي خپرېدونكي عربي اوونيزي ”المجتمع“ د ۲۰۰۲ع. كال د مى پر ۲۵مه د اسلامي نړۍ د نامتو ستر عالم ډاكټر يوسف قرضاوي وينا هم خپره كړې ده. هغه په دې وينا كي په زغرده ويلي دي چي د يهودو لخوا د جوړو سوو درملو او نورو شيانو رانيول جايز نه دي. كه بېخي ډېره اړتياوي نو د ” الضرورة يقتدربقدرالضرورة “( يعني د هر هغه كار كول يا پرېښوول چي د اړتيا له مخي رخصت باله سي نو رخصت يا جواز يې د اړتيا په كچه وي او ترهغه زيات جواز نه لري ). د قاعدې له مخي دي دغسي شيان هغه مهال له كفري هيوادونو څخه رانيول كيږي چي د اسلامي هيوادونو شيان كفايت نه كوي.

د لاهور د ”آب حيات“ مياشتيزي د ۲۰۰۲ع.كال د ستمبر په ګڼه كي ليكي : ”ډاكټر قرضاوي څرګنده كړې ده چي د نړۍ خوړني په دې نوي پېر كي پر موږ فرض ده چي موږ د مسلمانو هيوادونو جوړو سوو شيانو ته كوم چي د ملټـي نېشنل كمپنيو په خونړيو منګولو كي ښكېل دي، ترجيح وركړو. زموږ د اسلامي هيوادونو مصنوعاتو ته د دغو ملټـي نېشنل كمپنيو لخوا جدي ستونزي او خطرې متوجه سوي دي“. د معلوماتو له مخي پر ډاكټر قرضاوي سربېره نورو ډېرو اسلامي عالمانو هم د دغو كمپنيو پر خلاف فتواوي وركړي دي او په عربي هيوادونو كي د هغو پر مصنوعاتو بنديزونه او تحريمونه لګېدلي دي.

اوس به موږ د موډ او فېشن او داسي نورو څو داسي شيانو مثالونه راوړو چي زموږ اقتصاد ته پر تاوان سر بېره كېداى سي زموږ دين، فرهنګ او آخرت ته هم تاوان ورسوي. موږ درېشۍ، نكټايي، د سينګار سامانونو او داسي نورو ته څه اړتيا لرو ؟ آيا دا د پردي كفري فرهنګ ښكارندي نه دي؟ آيا دا زموږ د اسلامي افغاني فرهنګ مخالف توكي نه دي؟ آيا موږ له دې توكو پرته خپل ژوند ته ادامه نه سو وركولاى ؟ د لوېديز فرهنګ او فېشن د پيروۍ او تقليد له امله د ډېرو نورو سترو فسادونو او ورانيو تر څنګ زموږ د مسلمانو او پښتنو ښځو دا حال سو چي له كورونو لڅ مخونه او سرتور سرونه راوزي، په موټرونو او دفترونو كي د افغانانو او بهرنيانو سره يوازي ناستي وي. ډول ډول عطرونه يې وهلي وي. زموخته سينګارونه يې كړي وي، ډول ډول غير اسلامي او غير افغاني لباسونه اغوندي. ان ډېري مصنوعي پلاسټيكي وېښتان پر سرونو ږدي او…

په دې باب د شرعي د احكامو په هكله بايد ووايو چي د حجاب خبره خو اوس د اسلامي عالمانو په وعظونو او كتابونو كي د لوى څښتن سبحانه د كلام او د هغه د ستر پېغمبر صلی الله عليه وسلم د احاديثو په استناد دومره څرګنده سوې او تبليغ سوې ده چي اوس هر څوك او هره ښځه په خبره ده او په پوهيږي. دلته په دې هكله څه ويلو ته اړتيا نه ليدل كيږي. خو بهرنيو كفري هيوادونو ته د مسلماني ښځي بېله محرمه تلل او هلته لڅ مخ ګرځېدل او د كفارو سره ناسته ولاړه تر اشدو اشده ګناه ده. رسول صلی الله عليه وسلم به ويل: « إِنِّي لَا أُصَافِحُ النِّسَاءَ ». (النسائي، كتاب البيعة، بيعة النساء)( زه د ښځو سره په لاس روغبړ نه كوم ). حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها وايي : رسول صلی الله عليه وسلم هيڅ وخت د ښځي لاس ته لاس نه دى وروړى او د هغو سره به يې بيعت په خبرو كاوه. زموږ پېغمبر د ښځو سره د لاس روغبړ نه كاوه، خو زموږ ښځه د كفارو سره د لاس روغبړ لا څه چي ملكونو ته يې بې له محرمه سفرونه كوي.

په موټر او دفتر كي د نارينه وو سره د ښځي د تنها ناستي په هكله مو د رسول صلی الله عليه وسلم دې حديث ته پام را اړوم :

عَنْ ‏‏ابْنِ عَبَّاسٍ ‏رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏يَقُولُ: « ‏لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلَا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلَّا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتْ امْرَأَتِي حَاجَّةً. قَالَ اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ ». (بخاري،كتاب الجهاد، باب من اكتتب (۳۰۰۶) حديث).‏

ژباړه : حضرت ابن عباس رضي الله عنهما له رسول صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي : نارينه دي د ښځي سره يوازي نه كښېني، او ښځه دي بې له محرمه سفر نه كوي. دغه مهال يو سړى ولاړ سو او ويې ويل: اى د لوى څښتن استازې ! ما خپل نوم پلانۍ غزا ته د تللو لپاره ليكلى دى او مېرمن مي حج ته وتلې ده. رسول صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ولاړ سه د مېرمني سره دي حج وكړه.

د اسلامي احكامو له مخي ښځه حج ته لا بې له محرمه يوازي نه سي تللاى.( له پورتني حديث څخه هم معلومه سوه) او سفر يې حرام او د رسول صلی الله عليه وسلم د لارښوونو مخالف كار باله سي، نو د كفارو ملك ته به يې تلل او بې محرمه سفر څنګه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x