fbpx

کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو د لوبو لومړۍ لوبه افغانستان په ستر توپیر وګټله.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله؛ خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هېواد د ملي لوبډلې پیل ښه نه و او په لومړیو لس اورنو کې یې یوازې ۲۹ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو.

د رحمت شاه زرمتي او ناصر جمال پنځوسیزو د افغانستان بریا ته بیا هیلې پیداکړې؛ خو د ناصر جمال د سوځېدو وروسته اصغر ستانکزي او محمد نبي عیسی خېل هم ژر ژر ویکټې له لاسه ورکړې.
ګلبدین نایب هم د ایرلنډ پر وړاندې مقاومت ونه شو کړی او وسوځېده؛ خو راشد خان ارمان او شفیق الله شفق چټکه لوبه وکړه او د افغانستان د منډو هدف یې د ایرلنډ پر وړاندې لوړ کړ.

په نننۍ لوبه کې جاوېد احمدي ۱۰، احسان الله جنت ۱۰، رحمت شاه زرمتي ۵۰، ناصر جمال ۵۳، اصغر ۲، محمد نبي صفر، ګلبدین نایب ۱۷، راشد خان ۴۸، شفیق الله شفق ۳۶ او دولت ځدراڼ ۱ منډه وکړه.

افغان لوبډلې د ۹ ویکټو په زیان ۲۳۸ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۲۳۹ منډو هدف کېښود.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب ځدراڼ ۴، راشد خان ۳، دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي ۱ ویکټه واخیسته.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه افغانستان د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر وګټله.

نننۍ لوبه د افغانستان په کوربه توب د شارجې په نړیوال کرېکټ لوبغالي ترسره شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د