نړۍ

اسلام اباد: د سنا جرګې یو غړي له طالبانو سره دخبرو په خاطر استعفا ورکړه

د پاکستان په سنا کې د پیپلز ګوند غړي په دې خاطر استعفا ورکړې چې د دوی د ګوند عمومي منشي ولې له طالبانو سره خبرو ته تیار دی.د پاکستان په سنا کې د پیپلز ګوند غړي فیصل رضا عابد نن وويل: دا استعفا مې د خپل ګوند د عمومي منشي راجا پرویز اشرف په غوښتنه او د سولې د مذاکراتو په لړ کښې له هغه سره د نظر د اختلاف په خاطر ورکړه.

د پاکستان د سنا دې مستعفي غړي وویل چې د پاکستان دولت او د دوی د ګوند عمومي منشي د طالبانو په جنګونو کې د قربانیانو له وینو سره خیانت کوي، ځکه چې دوی طالبان د خبرو وړ بولي.
دا په داسې حال کې دی چې نن داسې خبرونه خپاره شول چې طالبانو له پاکستان دولت سره د اوربند تړون ختم کړ، او په عین حال کې پاکستاني ځواکونو ته د تیارسئ امر هم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x