د کورنیو چارو وزارت ۱۲۳ منسوبین لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت ۱۲۳ منسوبین د اداري فساد او له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د یاد وزرات د ویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، د دغه وزارت د تفتیش ریاست په اړوند څانګو کې د اداري فساد او له دندو د ناوه ګټې اخیستنې ۹۹ قضیې موندل شوي او په تور یې ۱۲۳ تنه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د دانش په خبره، په دغو ۱۲۳ تنو کې دوه جنرالان، ۳۶ افسران او نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

دی وايي، دغه ۱۲۳ تنه یې یوازې په تېرو اتو میاشتو د اداري فساد په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت  خپل ۱۲۳ منسوبین داسې مهال لویې څارنوالۍ ته معرفي کوي، چې اوسمهال په قضايي ادارو د خلکو باور کم شوی دی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي او جنرال دوستم قضیه روانه ده؛ خو تراوسه د دوستم ځینې ساتونکي نیول شوي او دوستم محکمه شوی نه دی.

افغانستان اوسمهال د اداري فساد په برخه کې د نړۍ د لومړیو فاسدو هېواد په لومړي کتار کې دی.
تېره میاشت د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرڅېړونکې ادارې «سیګار» ویلي وو، چې په ۴۰ ولسوالیو کې خلک خپلې پرېکړې د حکومتي محکمو پر ځای په طالبانو کوي او دولتي محکمو ته د فساد له امله مراجعه نه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د