ټولنیزه برخه

زموږهېلې ستاسو کار

طبعي ده چې د شعور او عقل پرمټ ولاړه کړنه انسان د ښو او بدو په تکفيک کې کړندي کوي پردغه تله کولاي شي د ځان او نورو دپاره د زعامت ښه رول ولوبوي ، دا چې د افغان ولس ځينې وګړي تر ننه د پردو پېټي د اوجرې په پار په اوږو وړي نه د اجر  ، زماپه انديې مسوليت نه پېژندنه ده ، هغه مسؤ ليت چې انسان ته په کې د دارينو تاج ورپه سرکوي په لاندې نورمونو پورې اړه لري .

دمسؤليت درک کول اوفهم : که چيرې مسؤليت درک نه شي په اداکولو کې به يې څه توره وشي مثلا : که چيرې د يوکس ګوتې ته اغزي ورچوخ شي ، چې درديې احساس نشي عصبي حجرات به کله دعکس العمل دپاره دماغ او اعصابو ته خبر ورکړي او که په دغه اغزي سره د رد احساس وشي ، نو وارله واره په عصبي حجراتو داسې امر کوي چې ګوته لرې کړه پام ! نو په لومړيو کې دمسؤليت درک کول اړين دي .
دمسؤليت قبوليت : دماغ او اعصابو په طبعي ډول دامنلې چې درد په مقابل کې دعکس العمل انګيزه درکړي ؛ نو په ټولنيزو کړنو کې دمسؤليت منل اړين دي ترڅو وکولاي شي خپله لاره اومسؤليت وپېژني نه داسې لکه د اوس وخت زعيمان اومسؤلين چې په پټه خوله خپل رعيت د تاترين کندې ته کوزوي .
دمسؤليت اجراکول : کله چې مسؤليت درک او ومنل شي خپله دمسوليت د اجرا دپاره لاره هواروي ،  دمسؤليت اجرا په دريم پړاو کې د اسلامي ارزښتونو  ، مقدساتو ته درناوي سره ايماني او وجداني دنده ګڼل کيږي .
پورتنيو خبرو ته په کتو سره افغاني ټولنې دمسؤليت په نه درک او نه اجرا سره دبرياليتوب ډګر په اوږدو کزو پل کړي نه په سارو سره ، په معنوياتو  پوهه  داصلي ژوندانه په مزياوو انسان پوهوي ، معنوي ښکلا د انسانيت اصلي معيار دي ، موږ انسانيت په اسلامتوب ښېګڼه او ښو صفاتو پېژنو که څه هم د انسان تر کلمې لاندې ټول وګړي راجمع کيږي هغه که کافر وي که مسلمان خو افغاني ټولنه انسانيت ته د اسلامي ارزښتونو ، ديانت او ښېګنو له زاويې ګوري لکه ستر حمزه (رح) چې وايي :

حمزه ډير مسلمانان شته په دنيا کې او کافر هم
زه اشنا دهغه کس يم چې روش يې دانسان وي

  د انسانيت روش په خپله داسلاميت روش دي ، کوم چې په فطري ايمان سره ټولو د (( دالست بربکم )) ځواب په بلي سره کړي په هغه وخت کې چې زموږ ارواوې د سرو ميږيانو په شان وي ؛ خو کوم کارونه چې يهود يان او کافران کوي زما په اند بايد د انسانيت له کټګوري نه هم ووزي ، دهغوي ټولې کړنې د حيوانيت خاصه لري .
ناهېلي مو بايد له هېلې درنه نشي نن سبا افغاني ټولنه د کمو بدو تر څنګ ډير ښه د کار سړي لري ، دوي ښه پوهه غواړي ، په خپله ځان او نورو باندې پوهه لوروي ، هغه نظريې کومې چې پخوا د يوه پوه کس ، ځوان او محصل په  اړه موجودې وي نن سبا په سلو کې اويا سلنه کمې شوې ، همدغه ځوانان دي ، چې په بلواکي پښه ږدي او دولسواکۍ له څلي داسلاميت او افغانيت نارې د بين المللي بام نه وهي ، زموږ ټولنه که څه هم اوس په ډېرو اورنيو حالاتو کې ساه اخلي ، خو دبل جګ غږ په ځان نه مني ، له ډېرې چوپتيا يې د ښې راتلونکې په اړه دروني احساسات په ولولو کې دي ، نور به تر ډيره د ټولنې ځوانه او باعلمه طبقه دبل پسې په پټه خوله نه ځي ، تير ته په کتو سره د ښې راتلونکې خبره اوس مهال د هر ځوان او با علمه له خولې اورم هغه چاڼ او س خلک ښه چاڼ کړل کوم چې په دې څلورو لسيزو کې دخلکو په لاس کې دي د هغوي نه د وفا تمه اوس بېخي ناشونې ده دهغه شاعر په خبره چې وايي :

دهغې نه دوفا تمه چا کړې                 چې سرونه يې فکرونو نه درانه وي
موږ د عشق په منارو اسمان ته خېژو        کوم ولس چې دا نوم نه اوري کاڼه وي

  د يوه ځوان په حيث په ټولو ځوانانو غږ کوم ، چې نور د بل د سيوري لاندې د ګرمۍ تنده ماته نه کړي د ښې راتلونکې دپاره ښه اداره او منجمنټ بايد ولرئ، دهغه شهيد له وينو پردي ته د ظالمانه غرور شراب مه جوړوئ ، دهغه يتيم اوښکې خپلې اوښکې وګڼئ کوم چې په جل وهليو ګرميو کې د يوې مړۍ د پيدا کېدا په پار له سهار ه تر ماښامه دانارې له خولې وباسې الله ، الله ، الله …………
د افغانستان مومن ولس د ښې راتلونکې په هېله

رحمت الله حکیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x