
د شپږ اسلامي هيوادونو اتباع امريکا ته سفر نشي کولای
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ هغه وړانديز تاييد کړی دی چې له مخې به يې د شپږو اسلامي هيوادونو اتباع امريکا ته سفر نه شي کولای.
د امريکا د سترې محکمې د ۹ قاضيانو په یوه غونډه کې په دې اړه بحث وشو چې د شپږو اسلامي هيوادونو چې په کې يمن، ايران، سوريه، صوماليه، چاډ او ليبيا شامل دي، اتباع يې نه شي کولای چې امريکا ته سفر وکړي.
د امريکا د سترې محکمې دغه پريکړه به په دې اوونۍ کې د کليفورنيا، سان فرانسسکو او رچمنډ په ايالتي محکمو کې هم پلې شي.
د يادونې وړ ده چې د تير کال په جنورۍ کې هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امريکا ته د ځينو اسلامي هيوادونو د اتباعو په ورتګ بنديز لګولی و چې په امريکا کې د خلکو له سختو غبرګونونو او لاريونونو سره مخ شو.
ډونالډ ټرمپ چې د اسلام او مسلمانانو سرسخت دښمن ګڼل کيږي، وخت په وخت په رسنيو کې د اسلام او مسلمانانو خلاف څرګندونې کوي.