فیسبوک د ماشومانو لپاره د میسنجر اپلیکیشن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) فیسبوک په لومړي وار د دیارلس نه کم عمر ماشومانو لپاره خپلې دروازې پرانیستې، او ددوې لپاره یې د میسنجر نوی اپلیکیشن وړاندې کړ.

نوی میسنجر چې نوم یې messenger kids دی، فیسبوک په داسې حال کې امریکا کې د ماشومانو لپاره پرانیست چې تر دې دمه فیسبوک د ۱۳ نه کم عمره ماشومانو لپاره پر فیسبوک اکاونټ جوړولو بندیز لګولی و.

دغه اپلیکیشن اوسمهال په او آی ایس OIS لرونکو مبایل کې موجود دی، خو ډیر زر به د انډرایډ لرونکو مبایل لپاره هم وړاندې شي.

دغه نوی اپلیکیشن د محرمیت/پرایویسي پر بنسټ ولاړ دی، په کوم کې چې د ماشومانو پلار/سرپرست کولی شي د ماشوم له مبایل یا ټیبلیټ څخه دغه اپلیکیشن ښکته کړي او ددوی لپاره پروفایل جوړ کړي او د همدې لارې یې د ماشوم دوستانو سره ونخلوي، څو دوی وکولی شي له خپلو خپلوانو او دوستانو سره د پیغام او یا هم ويډیویي ټیلیفون له لارې وغږیږي.

د ماشومانو لپاره پر دغه میسنجر کې د ننوتلو لپاره د فیسبوک جوړول نه دي پکار، بلکې د پلار/سرپرست له آیډي څخه به هر څه جوړیږي، او له همدغې لارې فیسبوک اوس هم په هاغه خبره ولاړ دی کومه چې دوی د دیارلس نه کم عمره ماشومانو د فیسبوک نه استعمالولو په هکله کړې ده.

ددغې اپلیکیشن یوه بله خوبي دا هم کیدی شي چې که ماشوم وغواړي پر دغه اپلیکیشن کې څه وکړي لومړی به یې پلار/سرپرست پرې خبریږي او د فیسبوک له لارې به هغه ته پیغام واستول شي، دغه اپلیکیشن کې به د نوم لټون په عامه توګه نه کیږي، بلکې لومړی به یې پلار او یا هم سرپرست سره د فیسبوک له لارې خبره کیږي او بیا به له نورو سره یوځای کیږي، چې ددې لپاره د دواړو په فیسبوک کې ملګرتیا ه هم اړینه ده.

همدارنګه پلار/سرپرست کولی شي د ماشوم له پروفایل څخه هر څه وغواړي حذفولی شي، او که ماشوم وغواړي کوم کس بلاک کړي لومړی یې پلار یې ته پیغام استول کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.