افغانستان

سرپل: کوهستانات کې د اربکيانو قومندان ملا عصمت طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، د سرپل ولايت کوهستانات ولسوالۍ دهميانه سيمه کې د اربکيانو مشهور قومندان ملا عصمت د طالبانو ليکو ته ورغلی.
احمدي زياتوي چې، ملا عصمت يو حکومتي رينجر، دوه موټر سايکل، يو ثقيل، يو راکټ او اته کلاشنکوفونه هم له ځان سره راوړي او طالبانو يې تود هرکلی کړی.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل کوهستانات ډېری سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
وړمه ورځ هم د نهو قومندانانو په ګډون څه کم سل کسان طالبانو ته تسليم شوي وو.
په دې وروستيو ورځو کې ګڼ خبرونه وايي چې خاص اروزګان، فارياب شيرين تګاب او د هلمند ګريشک کې يو شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبان وايي چې، د دوی د جلب و جذب کميسون د ټول هيواد په بېلا بېلو سيمو کې خلک د قومي مشرانو او مخورو په واسطه خلک د اردو، پوليسو، اربکيانو او نورو دولتي پوستونه را جلا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x