نړۍ

خواجه اصف: افغانستان کې د هند نظامي فعاليت د منلو وړ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان ته د امریکا د فاع وزير جيمس متیس سره په خبرو کې يې په افغانستان کې د هند په نظامي فعاليت خبرې کړي او ټينګار يې کړی، چې هېواد ي ېې په افغانستان کې د هند نظامي فعاليت نشي زغملی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې امریکا ډاډ ورکړی، په افغانستان کې به هند د پاکستان ضد او پوځي فعاليتونه نه کوي.

تر دې وړاندې سپتمبر مياشت کې د امریکا د دفاع وزير جيمس متیس هند ته د سفر پر مهال د هند دفاع وزير ويلي و، چې هند افغانستان ته د پوځيانو د لېږلو اراده نه لري او ټينګار يې کړی و، چې له جنګ ځپلي هېواد افغانستان سره به خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزير د امریکايي کانګريس د وسله والو ځواکونو جرګې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي، چې پاکستان په افغانستان کې د هند له پوځي فعاليت څخه اندېښمن دی او له همدې امله پاکستان خپل مغربي سرحد خوندي نه بولي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په تېرو څرګندونو کې او همدارنګه يو شمېر پاکستاني کارپوهان وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي او له همدې امله پاکستان د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په ملاتړ تورنوي.

د روف حسن په نوم د چارو يو پاکستانی کارپوه وايي، چې امریکا پاکستان ته د طالبانو د مرکزونو په اړه امریکا ته معلومات نه ورکوي او يوازې تورونه پورې کوي، چې دا کار يې د منلو وړ نه، بلکې د خپلې ماتې د پټلولو په معنا دی.

د پاکستاني رسنيو په وينا وړمه ورځ، د امریکا دفاع وزير اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي او نظامي چارواکو سره په ناسته کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژي د عملي کولو او د طالبانو پر ضد د جدي ګامونو د اخيستو خبره ياده کړې وه، خو پاکستان يې په ځواب کې ويلي، چې افغانستان کې د هند په پوځي فعاليتونو اندېښنه لري.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې دفاع وزير جیمس متیس پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د هند د پوځي رول په اړه به د پاکستان اندېښنې لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x