د کمزوري انټرنیټ لرونکو لپاره ټویټر نوی اپلیکیشن وړاندي کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټویټر شبکې اعلان کړی چې دوی په ۲۴ هیوادونو کې خپل نوی اپلیکیشن «ټویټر لایټ» په ګوګل سټور کې پورته کړی تر څو هغه خلک ګټه ځیني پورته کړي چې انټرنیټ یې کمزوری دی.

دغه اپلیکیشن د لومړي ځل لپاره په فلپین کې وازمویل شو خو اوس په ۲۳ نورو هیوادونو کې هم د کښته کېدو لپاره چمتو دی.

د ټویټر لایټ په اړه ویل کیږي چې د رسمي ټویټر اپلیکیشن تخفیف شوی ورژن دی، چې په واسطه یې د ټویټر ټولنیزې پاڼې څخه کار اخیستل کیږي خو زیات انټرنیټ هم نه مصرفوي او نه تیز انټرنیټ ته اړتیا لري.

د اپلیکیشن ټول حجم ۳ ایم بي دی، او په اتومات ډول د ویډیوګانو او انځورونو ښکارولو څخه ډډه کوي، کاروونکی یې اختیار لري چې کوم انځور او ویډیو وګوري.

په مجموع کې دغه اپلیکیشن د هغو هیوادونو لپاره وړاندی شوی چې انټرنیټ یې کمزوری دی، چې په هغو کې افغانستان هم راځي خو لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې به په اوس وخت کې دغه اپلیکشن د کښته کېدو وړ وي او کنه، خو په راتلونکي کې به حتما ډېر ګټور ثابت شي.

هغه هیوادونه چې د اوس لپاره د ټویټر لایټ څخه استفاده کولای شي:

Algeria, Bangladesh, Bolivia, Brazil, Chile, Colombia, Costa Rica, Ecuador, Egypt, Israel, Kazakhstan, Mexico, Malaysia, Nigeria, Nepal, Panama, Peru, Serbia, El Salvador, South Africa, Thailand, Tunisia, Tanzania, and Venezuela.

ټویټر لایت په ګوګل سټور کې

سرچینه: د ټویټر رسمي بلاګ

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د