د امت لويان

استاد محمد قطب یو الګو مفکر

دوه پر زمان زیاتې: زه د ۱۳۵۴کال د ثور په پنځلسمه سعودي عربستان ته د یو رسمي بورس په سلسله کې ولاړم نو د سفر دوه امتیازاتو له سفر نه ډېر راضي وساتلم: اول کله چې د جدې له ښار نه مکې مکرمې ته غرمه مهال ورسیدم او ځان مې د حرم په داخل کې د خدای د کوټې په جوار او د طواف کونکیو په منځکې ولید لکه د یوې لویې جائزې وړونکی! دا مې د آبدرې نه په یو راغلي کلیوال زیاته وګڼله او د جذبې له تاثر نه پر ځان راوڅرخیدم.

که څه هم زه د یوې متوسطې غریبې کورنۍ غړی وم ولې د ښه تصادف نه مې پلار مولوی مزمل، د پلار پلار حاجی ملا محمد دین او دویم نیکه حاجی عبدالاحد دغو ټولو د حج د فریضې شرف حاصل کړی و ولې بیا هم زما په شان د یو پلار مړي ځوان په شرائطو کې دا یوه داسې خاطر پالونکې پيرزوینه وه چې ما پر ځان ذښته زیاته وګڼله.

دویم د استاد محمد قطب له نيژدې لیدل: کله چې له ما نه د مخکې راغلیو ملګرو داکتر صاحب محمد ظاهر ، داکتر صاحب فضل الرحمان سره یوځای پوهنتون ته ولاړم او هلته هغوی د مصر نه د راغلیو استادانو نومونه راته ښودل او د لمانځه وروسته یې د نوم مطابق مشهور استادان راته د لیرې نه ښودل نو په هغو کې دوه لوی بزرګوار استادان و: یو شیخ محمد غزالي  او بل استاد محمد قطب خدای بښلی.

کله چې مې د جومات په بیرون صحن کې استاد ته وکتل، نو د خیال او تاثر دنیا کې راته شهید سید قطب، امینه قطب او حمیده قطب، او د دې کورنۍ ټول غړي سترګو ته ودریدل او ما پکې دا هم په ځان ډېره وګڼله چې ما نن پکې د استاد سید قطب ورور مخامخ او له نژدې ولیده. که څه هم د احترام او حرمت سلسله مراتب زمونږ د نسل په ژوند کې د «مخ» او «څټ» په توپير څو ځله لاندې باندې شول؛ ولې استاد قطب ماته هغه مهال او ان اوس مهال پخپل ځای ولاړ الګو مفکر دی. هغه مهال چې مونږ د ځوانۍ د جذبو په نیلۍ سپاره وو زمونږ ارادتمندي هومره پکې سوچه او د مشرانو تږې وه چې ما به هره ورځ د لمانځه په صفونو کې استاد د سترګو لاندې څاره او د لیدو نه مې د خاطرو په دنیا کې په هغه باندې د یو نړیوال مفکر تنده ماتوله.

زه خپله په دغسې یو دوران کې د استاد د لیکنو او مبارزو د حساس جریان نه متاثر شوی یم چې د اسلام او عقیدې نه پکې د دې کورنۍ قرباني یوه بې مثاله قرباني وه نو ځکه مې د دې کورنۍ سره مینه د ځوانۍ د دوران یوه زړه ته نژدې میراثه وه ولې دا چې زه پکې تر نن پورې په هماغه تاثر پاتې یم او د استاد سید قطب د کتابونو د لوست حوصله نلرم، تر حد زیات مې متاثر کوي، کېدای شي دا پکې زما ځانګړی ارادتمندي وي کېدای شي نورو هم همدغسې یو تاثر په میراث ساتلی وي.

د استاد لپاره دوه کاله قرباني: کله چې مونږ د مکې او تحصیل تفاصیل لږ او ډېر زده کړل او زه پوه شوم چې استاد د عقیدې او دعوت په دیپارتمنت کې د ماسترۍ او دکتورا د شاګردانو استاد دی نو ما په دې خاطر دا قسم غوره کړ چې که لږ وروسته د هغه د شاګردانو په کتار کې زه هم شامل شم. څنګه چې د دعوت قسم نوی تاسیس شوی و نو زما د کابل لوستي پکې معادله نشول او زه بیا له سره د فاکولتې په اول صنف کې کيښناستلم او دا په دې هیله چې که د ماسترۍ په دوران کې ماته د استاد قطب د شاګردۍ چانس میسر شي.

یو خوږ ژبی استاد: یو کال وروسته استاد قطب زمونږ په صنف کې د یوه مضمون د استاد په حیث راغی او په تخته یې لیکلي و: (المستکبرین  الانبیاو والدعاة  المستعضفین ) اوس چې په هغه درس ۳۹کاله تېر دي بیا مې هم ډېر څه په یاد دي چې تر ټولو تازه نکته پکې دا وه: انسانان د خپلو فطرتونو مطابق د همدې مستکبرینو او مستعضفینو په کرښو کې تقسیمیږي خو پیغمبران او دعوتګران غواړي مستعضفین د مستکبرینو له شره وژغوري ولې عجیبه دا ده چې همدا مستعضفین هم پای د خپلې سادګۍ نه د مستکبرینو په خوا کې د انبیاو او دعوتګرانو پر ضد دریږي. واقعاً چې د استاد درس تر حد زیات په زړه پوری و ولې دا د هغه وروستی درس و ځکه د ښځینه و فاکولتې ته تبدیل شو.

استاد او افغان جهاد: استاد محمد قطب کله چې شوروی پر افغانستان نظامي تیری وکړ او په مقابل کې د افغانستان خلکو بې ساری مقاومت وښود، استاد د مکې نه د خپل زوی اسامه او د یوه استاد سعدالرشید په ملګرۍ پيښور ته راغی. څو ورځې له مجاهدینو سره پاتې شول. استاد د افغانستان قضیې واقعاً متاثر کړی و او ځکه هغه پکې ان تر پيښوره پيښه راوکړه او له ځان سره يې یواځنی پنځه کلن زوی اسامه هم ملګری کړی و ترڅو د دې لویې حادثې په حاشیه کې هغه د قضیې نه د خپل راتلونکي ځوان لپاره د تاثر څوری(زاد) پوره کړي.

د اضاخیلو رنګین سهار: هغه سهار چې استاد قطب د کابل د سفر ترڅنګ په اضاخیلو د مجاهدینو یوه کمپ ته راغی او هغه ته مجاهدین پخپل ملي او جهادي لباس کې د تکبیر د ژوندیو نعرو سره ولاړ وو هغه ډېر ښکلی او رنګین سهار و. استاد داسې یوه نوي کمپ ته راغی چې د شوروی سره په مخامخ جګړه کې یې د شرکت ویاړ درلود او کیدای شي چې د دغه خواخوږې مبارز په زړه باندې بار اندیښنو د موقت وخت لپاره او د همدغه تکبیر په نعرو کې ځای د خوښې احساس ته پری ایښی وي. زه چې پکې یو کال مخکې پيښور ته راغلی وم نو ماته د هغه د خبرو د ترجمې کار وسپارل شو او د هغه د استقبال خاطرات زما د ژوند تر ټولو هسک خاطرات ځکه دي چې مونږ پکې د هغه شوروی سره مخامخ جګړه کوله چا چې په مصر کې ناصر ته د سید قطب د اعدامولو پرله پسې هڅونې لیږلې.

افغانستان ته د استاد دویم سفر: هلته چې خدای بښلي سنانیري په مصر کې د سادات نامرده دسیسې بیرته افغانستان ته د راتګ نه پاتې کړ او شهید شو نو استاد قطب د مجاهدینو د اختلاف نه ډېر ځوریده او خپل دویم سفر یې په همدې موخه افغانستان ته وکړ. استاد قطب په پيښور کې رهبران؛ نیمکی رهبران (معاونین) او زیات مجاهدین ولیدل او هغوی یې پخپلو کې داسې یوه وحدت ته وهڅول چې په جهاد کې د دریدلي ملت سر پکې اوچت کړي. په صدر او د مجاهدینو سره په نورو ځایونو کې د استاد ملاقاتونه هغه د منطق او سوچه دریځ تفاوتونو له هغې جذبې نه وغورځاوه د کومې په موخه چې ان تر پيښوره راغلی و. استاد د افغانستان د خلکو مقاومت د زیات درناوی ترڅنګ په یوه سوچه مبارزه عقیده مند و ولې له بهره راغلي میلمانه کله هم د کور په دننه کې او بیا په افغانستان کې د پاریدلو ډلو د زخمي کونکیو ژبو نه داسې څه نه شي زده کولای چې هغوی پړ او ناپړ پکې په ریښتیا وپيژني.

د استاد درېیم سفر: هلته چې د ثور دغه د غوايي خطرناکې میاشتې اول شو او د نجیب حکومت پکې د تزلزل په وروستیو شیبو کې و. د مجاهدینو پټو تماسونو او ښکاره هر څه د څو ورځو منزل ته رارسولي و ما او داکتر صاحب محمد انور چې دا مهال په عمره کې وو استاد او د اسلامي نړۍ یو قابل ملاحظه عدد مشران د استاد محمد قطب په شمول د جدې د پوهنتون د پخواني رئیس په کور کې راټول کړل او دغو ټولو ته مو وویل چې په غالب احتمال افغانستان نور کورنۍ جګړې ته ننوځي تاسې د مسلمانانو د مشرانو په حیث د دغسې تورې پدیدې د مخنیوي په اړه به خدای پاک ته څه ځواب وایاست؟  استاد قطب وویل: زمونږ مشرانو سنانیری، تلمساني، مصطفی مشهور او نورو ډېرو پيښور ته تکرار سفرونه کړي ولې ستاسې مشرانو مایوس رالیږلې دي داسې نه چې مونږ په دې اړه بې تفاوتي کړې ده. بیا هم ما او داکتر صاحب له هغو نه جدي غوښتنه وکړه چې د وروستي اتمام حجت په خاطر یو ځل بیا د مجاهدینو مشران وویني هغه و چې یوه قابل ملاحظه عدد پکې ملګري شول او پر استاد یې فشار راووست چې ورسره ملګری شي. استاد محمد قطب په پيښور کې د مشرانو سره چا سره مخامخ او چا سره په مخابره کې خبرې وکړې او د یوه خواخوږي استاد په حیث یې ډېره تکرار کړه چې یو ځل زمونږ د راغلیو په خاطر سره کیښني ولې چا ونه منله او استاد پکې داسې خفه ولاړ چې بیا به په مکه کې کله چې کوم افغان غوښتل استاد وویني نو هغه به له دروازې دننه ورته پیغام راولیږه چې نور نو له افغانانو ستړي او خسته یو!!

استاد یو مثالي استاد: استاد محمد قطب تر خپل دغه نامه لاندې د دنیا ډېر خاص او عام مسلمانان پيژني او هغه د هومره دروند شخصیت خاوند و چې په کومه ورځ یې قلم اخستی و او لیکل یې پيل کړی و او تر روانې اونۍ مخکې پورې په هماغه روحیه او هماغه فکر باندې د خپل رب په خوا روان شو. هغه اصلاً د نورو سره د مقایسې نه ډېر لیری دی ما چې څلور کاله په مکه کې له نژدې لیدلی و او د افغانستان په ټولو سفرونو کې ورسره وم او بیا مې د عمرو په سفرونو تکرار تکرار لیدلی و. هغه پکې هماغه یو استاد محمد قطب و چې د سید قطب ورور و. نه یې په دین معامله وکړه او نه یې د ریاض او تهران د مشرانو په شان د خپلو ګټو لپاره د مسلمانانو لاندې باندې کولو او معاملو باندې سیاسي کمیشن واخست. استاد محمد قطب د داسې یوې غمجنې کورنۍ د قربانیو افتخار او کړاونو ویر پراوږو درلود چې پخپل وخت او په اوس مهال کې یې ساری نشته. هغه د خپلې کورنۍ په ایماندارۍ او قربانۍ باندې هومره راضي او هومره صابر و چې بیا هم پخپل اصیل او ایمانداره دریځ کې که د چا له غلطیو بې نیازه و نو همداسې د نورو له افرین نه هم بې نیازه و. استاد سره چې چا له نژدې پيژندل یا یې مخامخ شاګردان و هغوی پکې د هغه د واقعي مسلمانۍ نه هغه رنګ او تاثر اخست چې کېدای شي نیمه پيړۍ نور هم پکې ډېری کسان استاد د خپلو ارادتمندانو شاګردانو په خولو او مقالو کې ژوندی وویني.

هغه د همدغسې زهره چاودې ماضي په تل کې له دنیا نه رخصت شو او امید دی په هغه سر لوړۍ له خپل مولا سره مخامخ شي چې په دې عصر کې یې د قطب کورنۍ د عروج هسکه اشغال کړې ده. استاد د خپل شخصیت د تاثر نه پرته هومره ژوندي تالیفات پریښي چې اسلامي کتابخانه به پرې د اوږدو تاریخو پورې خپله غنا وساتي. روح دې آرام او د قطب کورنۍ دې سرلوړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x