یوټیوب د غلطو ویډیوګانو د مخنیوي لپاره لس زره کارکوونکي په کار ګماري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته تر هغه چې په یوټیوب کې د مراقبت د کمښت او دداسي ویډیوګانو په اړه بحثونه زیات شوه چې په کښي فحش ښودل کیږي او یا هم جنګي ماحول انځوروي چې کیدای شي پر ماشومانو بد اثر ولري، ګوګل پرېکړه کړې چې د خپلو څارونکو شمېر لس زره کسانو ته پورته کړي چې په هغه کې به د هرې طبقې او جنس خلک چې مختلف علوم او استعدادونه به لري، د کار فرصت ولري.

ګوګل وايي چې ددوی اتومات سیسټم توانیدلی چې په یوټیوب کې د ۷۰ سلنه مخالفو ویډیوګانو مخه ونیسي، خو بیا هم داسی ویډیوګاني پورته کیږي چې ددوی د قانون مخالفت په کښي راځي، ځکه به د خپلو بشري څارونکو شمېر لس زره کسانو ته پورته کوي، په هغو کې به داسي کسان او کارپوهان هم وي چې د نړۍ په سطحه مختلفي پيښې ارزوی او په اړه یې د نشر شویو ویډیوګانو په اړه یوټیوب ته مشورې ورکوي.

یوټیوب همداراز ویلي چې د اعلاناتو په برخه کې به هم خپل د موظفینو شمېر زیاتوي تر څو په سمه توګه وکولای شي په مناسب ځای کې خپل مناسب اعلان وښيي.

یوټیوب چې ملکیت یې د ګوګل شرکت دی، اجرائیه مشره یې سوزان وجسیکي نومیږي.

دغه شبکې په تېره میاشت کې وویل چې ۱۵۰ زره ویډیوګانې يې ډیلیټ کړي، ۶۲۵ زره تبصرې یې ډیلیټ کړې او همداسي ۲۷۰ ویډیويي چینلونه یې له دې وجې بند کړه چې د یوټیوب د قانون سره سم نشرات یې نه کول.

سرچینه: د یوټیوب رسمي بلاګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.