نړۍ

ټرمپ به نن قدس شریف د اسرائیل پلازمینه اعلان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکايي چارواکي وايي چې ټاکل شوې نن د چهار شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه رسمي وینا کې قدس شریف د اسرائیل ابدي پلازمینه وبولي او امر وکړي چې د امریکا سفارت دي ورته انتقال شي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشرانو د تیرو ۲۲ کلونو راهیسي د کانګریس هغه پریکړه ځنډوله چې له مخې یې باید بیت المقدس د اسرائیل ابدي پلازمینه وبلل شي خو ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې د یهودانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره وعده کړې وه چې دا کار به ورته کوي.

نوموړي په تیرو څو ورځو کې د مصر، اردن، فلسطین، سعودي او ځینو نورو هیوادونو ولسمشرانو ته تلیفونونه هم کړي دي او خپل نظر یې په دې اړه ورسره شریک کړی دی.

چارواکو ویلي چې ټرمپ به په خپله وینا کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړي چې د سفارت د انتقال لپاره معینه موده وټاکي. او زیاته کړې ده چې ټرمپ دغه پرېکړه د خپل یهودي زوم او سلاکار «جارید کوشنر» او په نړیوالو مذاکراتو کې د امریکا استازي «جیسن ګرینبلات» په مشوره کړې.

چارواکو همداراز رسنیو ته ویلي چې ټرمپ به په خپله وینا کې د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ پر روغې جوړې هم ټینګار وکړي.

د عربي او اسلامي هیوادونو ولسمشرانو غبرګون:

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي چې دوی ته به په هیڅ توګه داسي یوه پرېکړه د منلو وړ نه وي او د ټرمپ څخه یې هیله کړې چې قدس شریف ته دي د سفارت انتقال پرېکړه وځنډوي.

د اردن ولسمشریزي ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ددغه هیواد پاچا عبدالله الثاني ټرمپ ته ویلي چې داسي یوه پریکړه به په سیمه کې پر امنیت ډیرې غلطې پایلې ولري.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد یې غواړي په دې اړه د عربي هیوادونو او اسلامي کانفرانس بیړنۍ ناسته را وغواړي.

د مصر څخه هم په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددغه هیواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي ټرمپ ته ویلي چې داسي یوه پرېکړه کیدای شي په منځني ختیځ کې د سولې پر بهیر بد اثر وکړي.

بلخوا د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ټرمپ ته ویلي چې د سولییز حل تر مخه داسي یوه پرېکړه به د مسلمانانو احساسات را وپاروي.

د المغرب هیواد پاچا محمد السادس په یوه لیک کې ټرمپ ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې قدس شریف باید د مختلفو ادیانو ترمنځ د را ټولیدو او یو ځای اوسیدني یو ښار وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دغه هیواد په بشپړه توګه ددې مخالفت کوي چې قدس شریف دي د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپيژندل شي.

د عراق لومړي وزیر حید العبادي ویلي چې هیواد یې قدس شریف ته د امریکايي سفارت انتقال نه مني او دداسي یوه کار پایلې بدي بولي.

ورته ګواښ د لبنان لومړي وزیر سعدالحریري کړی او ویلي چې دا چاره به بدې پایلې ولري.

د تونس هیواد ویلي چې د قدس شریف تاریخي او قانوني حیثیت دي وساتل شي.

د عربي هیوادونو اتحادیې د امریکا څخه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو معاهداتو او قوانینو ته دي غاړه کښيږدي .

بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان هم امریکې ته ګواښ کړی او ویلي يې دي چې قدس شریف د مسلمانانو لپاره سره لیکه ده، که چیري دغه ښار د اسرائیل پلازمینه وبلل شي دوی به د اسرائیلو سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي.

د فرانسې ولسمشر ماکرون هم د ټرمپ سره خبرې کړي او قدس شریف په اړه یې ورته ویلي چې باید پر سر یې اختلاف د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ د توافق په صورت کې حل شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤولی فیډریکا موګریني هم ویلي چې ورته یو اقدام به د سولې بهیر متاثره کړي، باید د قدس شریف پرېکړه د مذاکراتو په ترڅ کې وشي.

د کتونکو په باور ددې ټولو څرګندونو او اختلافونو په ځواب کې ټرمپ اراده لري چې قدس شریف د اسرائیل پلازمینه اعلان کړي خو د سفارت انتقالولو چاره به وځنډوي تر څو یې په اړه د بهرنیو چارو وزارت تصمیم ونیسي.

اسرائیل په کال ۱۹۶۷ کې د قدس ختیځه برخه هم ونیوله او اعلان یې وکړ چې ټول بیت المقدس (قدس ښار) د دوی د هیواد پلازمینه ده خو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تر اوسه هم نه ده ورسره منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x