افغانستان

د طالبانو په اړه د پخواني طالب چارواکي اثر له چاپه راووت

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبان؛ په پاکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هغه لیکلی اثر دی، چې تازه له چاپه راوتلی دی.

دغه کتاب چې په ۳۵۱ مخونو کې اکسوس کتابپلورنځي په کابل کې خپور کړی دی، پکې د طالبانو پر واکمنۍ د سترګو لیدلی حال لیکل شوی دی.

د دې کتاب بشپړ نوم (طالبان؛ له کندهاره تر مزاره) دی، چې پکې پر تېر جهاد له سرسري نظر وروسته، د طالبانو پر منظمېدو، پرمختګ، د امارت پر اعلان او ملامحمد عمر مجاهد ته د امیرالمومنین لقب پر ورکړې هم بحثونه شوي دي.

کتاب کې د طالبانو واکمني نږدې ټوله تشریح شوې ده، بهرنی سیاست، داخلي جوړښتونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، پوهنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت باندې پکې خبرې شوې دي.

لیکوال پخپلو خبرو کې د دې کتاب د لیکلو په اړه لیکلي :« زما سره د دې کتاب د لیکلو فکر هغه وخت پیدا سو چې د ۲۰۰۱ز کال په وروستۍ میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت نظام د نړیوالو کفري طاقتونو لخوا چې په سر کې يې شریره امریکا وه، په بې رحمانه اشر یا بیګار سره سقوط وکړ، ماته دا د نورو تېرو تاریخونو څخه معلومه سوې وه چې کله د یو نظام بېخ او بنیاد په جنګ سره وتلی دی نو د هغه نظام تاریخ ته داسې تور پوښ ور اغوستل سوی دی چې ټول مثبت اړخونه يې په کامله توګه منحرف سوي او منفي اړخونه يې تر حد ډېر غټ سوي دی تر څو د نوي نسل لپاره چې استعمار یا د استعمار ګوډاګي غواړي حکومت ور باندې وکړي، د هغوی لپاره نړول سوی نظام د کرکې او نفرت یو سمبول جوړ کړي.»

کتاب کې د ځینو مشهورو قومندانانو په اړه هم هغه څه ویل شوي چې ښايي تر اوسه ترې لوستونکي خبر شوي نه وي.

ملا عبدالسلام ضعیف د ملامحمد عمر مجاهد په اړه خپل د سترګو لیدلی حال لیکلی، نوموړی ورسره ډېر نږدې پاتې شوی دی.

طالبان؛ له کندهاره تر مزاره؛ تر خپرېدو څو ورځې وړاندې د اوسني وضعیت په اړه د رنګین دادفر سپانتا کتاب هم له چاپه راووت.

د فرهنګيانو په وینا، دا ډول کتابونه له ځوان کهول سره مرسته کولی شي، چې د خپلو مشرانو له تجربو او تېروتنو ګټه واخلي.

ملا عبدالسلام ضعیف د ګوانتنامو زندان کې له زنداني کېدو وروسته، خپل لومړنی اثر «د ګوانتنامو انځور» خپور کړ، چې لومړی ځل يې پښتانه لوستوال د ګوانتنامو له وحشته خبر کړل.

د نوموړي بل اثر « د بنسټیزو ستونزو حل لارې» او یو بل يې په انګلیسي ژبه « له طالبانو سره زما ژوند» اثر دی، چې په پنځلسو ژبو ژباړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x