افغانستان

له جرمني نه ۸۷ ایستل شوي افغانان نن کابل ته رارسېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ګارډين ورځپاڼه کاږي، جرمني حکومت ۸۷ نور هغه افغانان له خپل هېواده باسي چې د پناه اخیستو لپاره يې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د سرچینې په وینا دغه ډله به چې شمېر يې نږدې نوي تنو ته رسېږي، نن کابل ته ولېږل شي.

ګارډين کاږي، د جرمني حکومت د ناقانونه مسافر وړونکو یو قاچاقبر هم نیولی دی، چې د یوې کېښتۍ د ډوبېدو له امله يې ګڼ مسافر وژل شوي دي.

که څه هم قاچاقبر دعوه کوي، چې دی هم د ډوبې شوې کېښتۍ له مسافرو څخه و، خو د جرمني حکومت وايي، نوموړی هغه قاچاقبر دی چې د کېښتۍ د ډوبېدو له امله يې ۹۰ تنه ډوب شول چې ۲۶ تنه يې وژغورل شول او پاتې نور يې مړه شول چې، له ډلې یې یوازې د ۳۰ تنو جسدونه پیدا شول .

اروپايي هېوادونو ته ډېری هغه افغانان ځانونه رسول غواړي، چې دلته له بهرنیو ځواکونو سره کارکوونکی پاتې شوی وي.

که څه هم له بهرنیانو سره د کار په پیل کې افغانانو ته ډېرې ژمنې ورکړل شوې، چې له جملې یې نږدې د هر هېواد ځواکونه ورته ویلی و، که دوی دا هېواد پرېږدي نو خپل مخلص افغان کارکوونکي به هم له ځان سره وړي.

له جرمني د دې ډلې افغانانو د را شړلو خبر داسې وخت کې خپرېږي، چې تېره اوونۍ د برتانیا رسنیو د دې هېواد له پوځيانو سره د افغان همکارانو پر ژوند خواشيني ښوودلې وه، د برتانیا پارلمان ویلي و، دوی به خپل افغان همکاران طالبانو ته یوازې پرې نه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

lyoucan see/87 afghans imigrant with womens and children getout from germany/wide word is become too much small for afghans,
if talibs stop any more war,afghans will stay safe and secure in homeland,
thank you

بازمحمد

که د راز محمد په شان ایجراګان د امریکایانو سره د همجنسپازی اړیکی بندی کړی چه افغانان یی به افغانیت شرمیږی ، د همدی امله چه د رازمحمد لونډانو له ع او غ قضایی مصونیت تر لاسه کړی د لوړپوړو چارواکو په کورو کی د شنو سترګو ماشومان زیږول شوی مندی رامنډی وهی میندی یی له دی ویری سترګی توروی چه خلک پوه نه شی کرزی خوابدی دلیل د امریکایانو سره همدا ددی چه د میرویس جان او ملالی سترګی شنی او ویښتان یی سره دی ، که راز محمد خپل اصلی تصویر ولګوی د ده وینه به هم د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x