fbpx
arash khamooshi-44

ایران: د اعدام پر تخته ولاړ قاتل ته د مقتول د مور بخښنه

نن ټکی آسیا: وايي مرګ بې اجله نه دی، چې وخت پوره نه وي، انسان نه مري،  ایران کې د قتل په جرم د اعدام سزا ته په انتظار قاتل ته تر اعدامېدو لږه شېبه مخکې د مقتول مور و پلار بخښنه وکړه.  ایراني رسنۍ وايي چې دغه قاتل ۷ کاله پخوا په یوه بازار کې قتل کړی و.

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس قاتل بلال د ۱۷ کلن عبدالله حسین زاده د قتل په جرم کې د اعدام سزا اورل شوې وه. قاتل يې چې، کله د اعدام تختې  ته د اعدامېدو لپاره راوستلو او  پړی يې په غاړه کې  ورواچولو، نيږدې څو ثانیيې وروسته اعدامېدو چې،  د مقتول مور لومړی نوموړي ته تمانچه ونیوله او بیا یې یو څپېړه وواهه او معاف يې کړ.

د مقتول پلار عبدالغني حسین زاده وايي چې د اعدام لپاره د ټاکل شوي تاریخ څخه څو ورځې مخکې دده ښځې په خوب کې خپل مقتول زوی ولیدلو چې مور ته یې ویل دده بدل دې نه اخلي.  دده په وینا کله چې دده ښځې خپل زوی په خوب ولید نو ارام شوه او وروسته د مشورو څخه يې د قاتل د معاف کولو پریکړه وکړه.

د ایراني جنايي قانون په اساس د قاتل د بخښلو حق یواځې د مقتول کورنۍ سره دی،  د مقتول کورنۍ د قتل سزا بخښلی شي خو مجرم به په زندان کې وخت تيروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د