fbpx

د ياسين شريف ځانګړني، ښکلي فضايل او ارزښتونه

عبدالمالک همت

د « ياسين » سورت چي د نړۍ د مسلمانانو په زړونو کي ستر ځای لري د عثماني مصحف د ترتيب په حساب ، يعني په تلاوت کي (۳۶) سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۱) سورت دی، (۸۳) آيتونه او (۵) رکوعي دی. دا سوره د (الجن) ترسورې وروسته نازله سوې ده. نوره ټوله سوره مکي ده خو (۴۵) آيت يې مدني دی.

دغه مبارکه سوره د مسلمانانو په زړونو کي ځانګړی ځای لري، ډېر خلک يې په يادوي او بېخي ډېر يې سهار او ماښام تلاوتوی، پرناروغانو يې د روغتيا او شفا لپاره هم لولي. پر هغه چا باندي يې هم لولي چي ځکندن يې وي ، دا د دې لپاره چي دغه سوره هغه چا ته خبري کوي چي په دنيا کي يې تل او پرله پسې زړه په ژوندانه پوري تړلی وي، نو ښايي چي د دې سورې د څرګندونو په اورېدو سره تر مړيني دمخه حق ته رجوع وکړي او پر دې سربېره يې روح په آسانۍ سره له ځانه ووزي.

دا سوره يوه بله ځانګړنه هم لري او هغه داده چي آيتونه يې لنډ دي او قرائت يې ډېر آسانه دی او له بله پلوه د قرآن کريم زړه (قلب القرآن)هم بلل سوې ده، دغه خبره ځيني کسان پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته منسوبوي، خو دا صحت نه لري. که څه هم په دې اړه حديث ضعيف دی، مګر په رشتيا هم دا سوره قلب القرآن باله سي او په دې اړه د عالمانو کرامو له خوا ډېري څرګندوني سوي دي. «المعمّة»، «المدافعة» او«القاضية» هم بلل سوې ده. «المعمّة» معنا داچي پر لوستونکي باندي يې د دې نړۍ خير ښېګڼي عاميږي او د آخرت هولناکي او وېره ځني ليري کيږي. د «المدافعة» معنا دا داده چي هره بده چاره ځني ليري کوي او «القاضية» دا چي هره اړتيا يې ور پوره کوي.

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع :

د فاطر د سورت په هکله ويل سوي دي چي دا سورت پر دې ټينګار کوي چي الله سبحانه ته تسليمېده نه يوازي په آخرت کي جنت ته د تللو لار ده، بلکي همدغه تسليم همداراز په دې نړۍ کي د عزت لامل هم دی. دلته په ياسين سورت کي الله سبحانه ته د تسليمېدو بل ډول هم ياد سوی دی او دا ډول د بلني او دعوت د طريقې په تر سره کولو سره الله ته تسلمېده دي. مومن د دعوت په کولو سره کوم چي موږ ته يې د هغه د کولو امر کړی دی لوی څښتن تعالی وتبارک ته عبادت کوي او تل او پرله پسې پر دې دعوت باندي ټينګار کوي، که خلک هدايت ځني تر لاسه کوي او که يې نه ترلاسه کوي.

دا سپېڅلې سوره نبي عليه الصلاة والسلام او د هغه صحابه کرام رضي الله عنهم وربولي چي د دعوت په کار کي شجاع او زړه ور او ټينګ او ثابت قدمه اوسي. ځکه دا مبارکه سوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هجرت دمخه نازله سوه او دغه مهال شرايط داسي وه چي د مکې خلکو له دغه سپېڅلي دعوت څخه هيڅ ګټه نه اخيسته، نو آيا په دغسي حالت کی بايد دعوت ته دوام ورکړه سوی وای که څنګه؟

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي د وګړو د دوو ډلو بېلګې ښوول سوي دي او هغو ته په کتو سره د مرګ او ژوند پر قضيه باندي ترکيز سوی دی. د وګړو له دغو دوو بېلګو څخه د يوې ډلي زړونه تل ژوندي دي او د بلي ډلي پر زړونو تيارې خپرې سوي دي، چي هيڅ ګټه نه ځني اخيستل کيږي. خو خبره داده چي مومن ته د دغو دواړو ډلو حقیقت نه معلوميږي، ځکه نو بايد د ټولو سره په پرله پسې د دعوت کار پر مخ بوزي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په دې سوره کي پر دې ترکيز سوی دی چي پر حضرت رسول صلی الله عليه وسلم او تر ده پر را وروسته دعاتو باندي د بلني او دعوت چاره واجب او لازمي ده او دا تاريخي او له پنده ډک واقعيت هم پکښي بيان سوی دی چي له خلکو څخه يوه ډله هغه ده چي زړونه يې ژوندي دي او حق ته لبيک او هر کلی وايي او له دې امله په دې او هغه دنيا دواړو کي بريالي او ژغورلي دي.

او بله ډله هم هغه خلک دي چي زړونه يې مړه، تياره او غافله دي، ځکه نو په دواړو نړيو کي خوار ، نتلي او تاوانيان دي . دغه راز په دې سوره کي د هغه دعوتګر او صالح سړي کيسه هم سوې ده چي د ښار له ليري سيمي څخه خپل قوم ته ورغی او په پرله پسې توګه يې دعوت ورته کاوه – سره د دې چي دغه قوم ته د لوی څښتن درې تنه پيغمبران هم ورغلي، د دغه سړي د قوم په بلنه بوخت ول او د لوی څښتن لاري ته يې بلنه ورکول. خو دې سړي احساس کړې وه چي پر ده باندي هم دعوت د يوه مسلمان په توګه واجب دی: [۱ تر ۲۹ آيته].

دوهم: بيا په دې سوره کي د پيغمبرانو د هغو درواغجن ګڼونکو پر حال باندي حسرت او تأثر څرګند سوی دی چي د پېړيو په پوړيو کي تېر سوی او د پخوانیو پوپنا سوو ولسونو له هلاکتونو څخه يې هيڅ پند نه اخيست او نه يې د دې دغومرو فراخو کايناتو له نښانو څخه عبرت اخيست. بيا په دې سوره کي د قيامت له انځورو او مشاهدو څخه يو انځور وړاندي سوی دی چي په هغه کي دغه د پيغمبرانو درواغجن ګڼونکي خپل هغه وروستی برخليک ويني چي په نړۍ کي يې په تلوار سره غوښت: [۲۹ تر ۶۸ آيته].

درېيم: بيا په دې سوره کي د الله سبحانه وتعالی د شامل او پر هر څه راچاپېر قدرت د يادولو په ترڅ کي د دعوت د موضوعاتو(توحيد، بيا را پاڅېدني او رسالت او پيغمبرۍ) لنډيز راغلی دی: [۶۹ تر ۸۳ آيته].

په پای کي بايد څرګنده کړو چي د دې سورې په اړه پورته سوي خبري چي په خپله په دې سوره کي نغښتي دي دې سورې ته ستر ارزښت ورکوي او ټولي د ستر او حکيم خدای خبري دي. نو د دې سورې د فضايلو په اړه د ضعيفو احاديثو راړلو ته اړتيا نسته، خو له بده مرغه د دې سورې د فضايلو په هکله په ځينو کتابونو کي د احاديثو په نامه په رسول الله صلی الله عليه وسلم پوري تړل سوي دي چي جيدو عالمانو ټول ضعيف ، موضوع او درواغ ګڼلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د