په جګړو کې د ماشوم ساتنې تګلاره لاسلیک شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د يوناما، ناټو ځواکونو او افغان دولت تر منځ په جګړو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوه نوې تګلاره لاسلیک شوه.

په کابل کې پر همدې مناسبت برابره شوې غونډه کې د دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي وویل، دوی د دې پالیسي په لاسلیکېدو سره غواړي وښيي، چې د بشري حقونو ملاتړي دي.

نوموړي وویل، زموږ ځواکونه باید په هر حال کې ملکي تلفاتو ته جدي پاملرنه وکړي.

د هغه په خبره د ټولو وزارتونو امنیتي منسوبین باید د دې تګلارې په تطبیق کې هڅې وکړي.

دا طرحه په داسې حال کې لاسلیکېږي چې تېره ورځ د بشري حقونو مشرې سیما سمر په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت خواشینوونکی وباله.

سیما مسر حکومت ملامت کړ، چې په لوړه سطحه له ښځو او ماشومانو سره تبعیض پالي.

دوه اوونۍ وړاندې هم د بهرنیانو او افغان ځواکونو په ګډ عملیاتو کې د میدان ودرګو په نرخ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې یوویشت تنه ماشوم حافظان ووژل.

دا تګلاره چې څلور فصلونه لري، وروسته له هغه لاسلیکېږي چې تېره ورځ يوناما په هوايي بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۵۲ سلنې لوړتیا خبر ورکړ.

د سرچينې په قول د روان ۲۰۱۷م کال له پيله تر سپتمبر مياشت پورې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۰۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د