fbpx

ملي امنیت د ملي محور ګوند، پر دفتر چاپه اچولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): کابل کې د ملي محور ګوند؛ مسوولین وايي ملي امنیت د دویم ځل لپاره د دوی پر دفتر چاپه اچولې ده.

روهی ویبپاڼه د دې ګوند د مشر ډاکټر خوشال روهي په حواله وايي، درې ورځې وړاندې د ملي امنیت شلو تنو د شپې د دوی پر دفتر چاپه واچوله چې د دوی ساتونکی يې سخت ډبولی دی.

د سرچينې په قول د ملي امنیت کسانو له ساتونکي د شوې غونډې «د افغانستان روان وضعیت؛ تحلیل و راه های حل» په اړه معلومات غوښتي و، چې هغه يې په اړه معلومات نه درلودل.

د دوی په خبره ساتونکی يې د ګوند غړی نه دی، خو ملي امنیت ګواښلی چې د دې ګوند مشرانو په مسمومولو کې باید ورسره مرسته وکړي.

روهي وایي، ساتونکي يې له وېرې دنده پرېښوده، خو تېره شپه یو ځل بیا د ملي امنیت کسانو د دوی دفتر لټولی دی.

سرچینه زیاتوي، تېره شپه دفتر کې څوک نه و، خو د امنیت کسان ورغلي، « په هر ځای کې يې سګرټ او نصوار غورځولي و، چې دا هم د دې کړۍ د اخلاقو بېلګه بل کېدای شي.»

د شنونکو په باور که څه هم افغان حکومت د خپل قانون په چوکاټ کې د ګوندونو فعالیت د ډیموکراسۍ لویه لاسته رواړنه بولي، خو ورته اقدامونه يې په ډاګه کوي چې خپل شعار ته ژمن نه دي.

ملي محور ګوند؛ د افغانستان له نوې ملي جبهې وروسته دویم هغه ادرس دی، چې د حکومت چارې نقدوي او روان وضعیت د افغان ولس په ګټه نه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د