lal-mosque

“اسامه بن لادن کتابتون”

نن ټکی آسیا: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار کې د نړول شوې مسجد او ویجاړې مدرسې نوم ښايي د ډېرو په ذهن کې پاته وي،د لال مسجد سره خواکې د ښځينه مدرسې (جامعه حفصه) ادارې او زده کوونکیو د مدرسې کتابتون د –اسامه بن لادن کتابتون- نومولی.

جامعه حفصه که څه هم په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني د پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف په امر د پاکستاني ځواکونو له لورې د اور او باروتو لمبو په بشپړه توګه ویجاړه کړه او شاوخوا سلو ښځینه زده کوونکیو یې د دفاع په لار کې سرونه وبایلل، خو د همدې مدرسې یواځېنی پاته کتابتون د زده کوونکیو او ادارې په خوښه د –اسامه بن لادن کتابتون- په نوم ؛نومول شوی.
د مدرسې يوه کارکوونکي د فرانسې خبري اژانس ته د کتابتون د دغې نومونې په باب ویلي :« شیخ اسامه بن لادن که هر څوک ترهګر او په نورو ناوړه نومونو یادوي، یادوي دي؛خو هغه په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو یو اتل او ویاړ دی؛ځکه نو موږ هم د امت د ویاړنو د ځلولو لپاره دا اقدام پورته کړ.»
د یادونې وړده ، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف چې دا مهال په زندان کې دی او ډېر ژر به محاکمه شي، په دوسیه کې يې د نورو جرمونو ترڅنګ پر یاد مسجد او مدرسې د برید قضیه هم شامله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د