
امریکا په افغانستان کې يو بل ستر پوځي مرکز جوړوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنيو ويلي، چې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې د سترې پوځي قرارګاه د جوړولو پرېکړه کړې او د دغه مرکز د ودانيزو الاتو د لېږد چارې هم په چټکۍ روانې دي.
پاکستاني رسنيو هم ويلي، چې د پوځي قرارګاه د ودانيزو الاتو يوه ستره پوځي بېړۍ د کراچۍ سمندر ته رسېدلې ده.
د رپوټونو له مخې په دغې پوځي بېړۍ کې د ودانيزو او پوځي الاتو سربېره ۲۲ ميګاواټه برېښناکوټ او ټرانسفرمرونه شامل دي.
په دغې بېړۍ کې له سړې او تودې هوا سره د مقابلې لپاره اړين پوځي وسايل هم راوړل شوي، چې دغه نوي پوځي مرکز کې به لګول کېږي.
سربېره پر دې، د پوځي وسايطو يوه بله بېړۍ هم کراچۍ سمندرۍ بندر ته رسېدلې، چې د ۲۰۸ پوځي موټرو سربېره په کې د ودانيزو چارو درانه ماشينونه، لوډر، بوکلاین، اسکيويټر او ورته نور توکي شامل دي.
نږدې دوه مياشتې وړاندې هم امریکايي رسنيو ويلي و، چې د امریکا اته سوه پوځي موټر د کراچۍ بندر ته رسېدلي او په لنډ وخت کې به د پاکستان له لارې کابل ته ولېږدول شي.
د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان سره سم هغه افغانستان ته د نورو پوځيانو د رالېږلو پرېکړه هم کړې او د راپورونو له مخې شاوخوا څلور زره امریکايي پوځيان به افغانستان ته راشي.
امریکا له پخوا د دوو زرو ناټو ځواکونو سربېره د څوارلس زرو امريکايي پوځيانو په شتون اعتراف کړی او د څلور زرو نورو پوځيانو سره به د امريکايي او ناټو ځواکونو شمېر شلو زرو ته پورته شي.
دغه اضافي پوځيان به د افغانستان په ګڼو برخو کې د امریکا په زړو او نوو پوځي اډو کې ځای پر ځای کېږي او د طالبانو پر ضد جګړو کې به برخه اخلي.
يو لور ته امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړو زياتولو لپاره هڅې کوي، بل لور ته د ګډ حکومت چارواکي او همدارنګه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار له طالبانو غواړي، چې د سولې له بهیر سره يو ځای شي.