fbpx

په يوه يې آوره په بل يې باسه

saaaadسپک او كم ظرفه انسانان دالله تعالی په شان کي هم بد رد وايي، هغه واحد لایزال ذات ته چي له هغه نه پرته بل معبود نشته او دټولو کائناتو خالق، مالک او رازق ذات دی ښکنځلي کوي، نو زه اوته به څه تمه ورنه وساتو، که هغوی په تا بې مورده نېوکي کوي او يا په حضور او یا غیاب کي ښکنځلي درته کوي په کار ده ورباندي خپه نشې.

ته به ضرور په خپل ژوند کي دسپکو ورکو او ښکنځلوله يوې داسي جګړي سره مخامخ يې چي هېڅ ډول اخلاقي جواز به نلري، دا به په قصدي توګه ددې لپاره تاته در آورولي کېږي چي ستا شخصیت وځپي، او چي په هرډول وي تا سپک کړي. دا دغشو باران به تر هغه وخته درباندي اُوري ترڅو چي تا له هغه ځايه وخوځوي کوم چي ته پکي ولاړ يې. ترکومه وخته پوري چي په ټولنه کي مؤثریت ولرې. ترکومه وخته چي ستا ستوری ځلانده وي او ترڅو پوري چي جوړوونکی او اغېزمن يې دا اهانتونه او ترخه ويل به ستا په مقدر کي وي.

دا خلګ به هغه وخت تا پرېږدي کله چي يا خو په زمکه کي په يوه غار کي ورنه دننه شې او يا آسمان ته دختلو اودتېښتي لاره ورڅخه پیدا کړې، ترڅو پوري چي دهغوی په مېنځ کي ژوند کوې نو دهرډول ضرراوداسي څه انتظارباسه چي ستا سترګي وژړوي،  زړه دغمجن کړي ، خوب آرام او هوساتوب دلوټ کړي.

څوک چي په زمکه ناست وي دهغه دلوېدلو وېره نه وي او خلګ مړسپی په ډبرو نه ولي، هغوی خو ځکه تاته کارېږي چي ستا مقام ورنه وچت دی، تاخوبه یا په ښو خويونوکي ، يا په پوهنه کي، يا په قلم او ادب کي، يا په شتمني کی، يا په مؤثریت او شُهرت کي يا په ځواک او واک کي له هغوی څخه میدان وړی وي . نو ته دهغوی په سترګو کي داسي يوګنهګار يې چي هغه وخت به دتوبه قبلېږي چي دا هرڅه له ځانه لېري کړې او يا دالله تعالی دا پېرزو شوي نعمتونه درنه واخېستل شي او يا ټول هغه خويونه له ځانه لېري کړې کوم چي ستا شخصیت ورباندي ښایسته دی او يا ته ورباندي ستايل کېږي. شاعر وايي :

وقد يهلک الإنسان حسن رياشه                            كمايذبح الطاؤوس من أجل رءشه

دانسان چي کله وزري ښایسته شي هلاک کېږي لکه خلګ چي طاووس پدې وژني چي بڼکي يې ښایسته دي.

دا خلګ به هغه وخت ستا له سپکاوي څخه لاسونه آخلي کله چي ستا شخصیت دړي وړي شي، يو پلید او احمق درنه جوړ شي، هرڅوک درنه وتښتي ، په مصېبتونو او کړاوونو اخته شې، لياقت، استعداد او هوښیاري د لوټ شي ، همدغه ددوی آرمان دی او دهمدې مقصد دلاسته راوړلو لپاره ستا شخصیت ځپي او پرله پسې اهانت دي کوي.

ځکه خو درته په کار ده چي ټېنګ شې، دهغوی سپکو ورکو، ښکنځلو، بد رد، او اهانتونو ته غوږ مه ږده ، یو دروند غر شه ، يوه داسي پرښه شه چي دهغوی ږلۍ درباندي رېز مرېز شي او ستا وجود په خپل ځای پاته وي،  که تا دهغوی خبرو ته غوږ کېښود او يا ورباندي احساساتي شوې، نو پوه شه چي دهغوی ارمان د بشپړ کړ، دخپل ژوند د خړپړ کولو او دخپل شخصیت په ورانولو کي دي دهغوی هيلي ترسره کړې. لکه چي قرآنکرېم مونږ ته لارښوونه کوي.

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآَتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ (85) سورة الحجر

او اّسمانونه، ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي موږ له حقه پرته (په بل اساس) نه دي پيدا كړي، او قيامت هم بې شكه راتلونكى دى نو ښه دروند ځنى تېرېږه .

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ (127) إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ (128) سورة النحل

او صبر كوه او ستا صبر د الله له توفيقه پرته په بل څه نه دى او په (حال) د دوى مه خپه كيږه او په هغو دسيسو چې دوى يې كوي زړه تنګى كېږه مه بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيك چاري دي

ددوی نېوکي او اهانتونه ستا ددرانه شخصیت ترجماني کوي او پدې هم پوه شه چي څومره ستا تول دروند وي په هماغه اندازه به ستا په لور داهانتونو او تنقیدونو دغشو باران وي.

ته ددې خلګو خولې نشې تړلای او نه خو يې ژبي بندولای شې خو که ته دهغوی په وړاندي بې تفاوته پاته شې او هغوی خپل کارته پرېږدې چي څه وايي هغه دي وايي، کېدای شي له دې لاري د وخت په تېرېدلو سره دهغوی په تنقیدونو خاوري واړوې الله تعالی فرمايي :

هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آَمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (119)إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ (120) سورة آل عمران

خبردار اې هغو (مؤمنانو) چې تاسې دوى ښه ايسوئ خو ددوى ښه نه ايسئ او تاسو پرټولو كتابو ايمان هم لرئ او چې درسره مخامخ شي، وايي موږ ايمان لرو خو كله چې ګوښه شي نو پرتاسې دډېرې غوسې له لاسه خپلې ګوتې چيچي، ورته وايه (ځئ)، له ډېرې غوسې ومرئ، بې شكه الله په هغه څه پوه دى چې په سينوكې دي كه څه ښه والى درورسي نو خپه يې كړي، او كه څه كړاو درورسي نو پرې خوښيږي، او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو بيايې چل ول كوم تاوان نه در رسوي، يقيناً دوى چې څه كوي (د) الله (علم او قدرت) ترې راچاپېردى .

چي څومره نورهم ځان ښکلی کړې، خپل استعداد لوړ کړې، او خپلي نېمګړتياوي معالجه کړې کېدای شي په دې سره دهغوی خولې له خاورو نوري هم ورډکي کړې . اوکه ته داغواړې چي هرڅوک مي باید ستاينه وکړي، ټول په درنه سترګه راته وګوري، په هرچا باندي ګران يم، هرڅوک مي له نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک وپېژني، نو دا ناشونی کار دی او داسي هيلي ساتې چي کله به هم بشپړي نشي .

او اوس به ددې موضوع دلا ښکلا لپاره دځېنو عربو شاعرانو شعرونه ولولو چي هغوی څه وايي :

أعرض عن الجاهل السفيه                                   فــكل ما قاله فهــــو فيــــه

فلا يضر نهر الفرات يوما                             إذا خاض بعض الكلاب فيه

له لېوني ناپوه څخه مخ اړوه هغه چي څه تاته وايي هغه ټول په ده کي شته دفرات سمندرګی کله هم دسپیو په لامبلو نه مردارېږي.

لو كل كلب عوى ألقمته حجرا                              لصار الصخر مثقالا بدينار

ته که هر غپانده سپی په ډبرو ولې نو ديوه مثقال ډبري بيه به يو دېنار شي .

يخاطبني السفيه بكل قبح                                              فآبي أن أكون له مجيبـا

يزيد سفاهة وأزيد حلــما                                                 كعودا زاده الإحراق طيبا

ماته خو دا بې چتې هرډول بد رد وايي خو زه له ځواب ورکولو څخه ځان ژغورم چي څومره دهغه خرتوبي زياتېږي په هماغه اندازه زما تحمل زیاتېږي لکه عود بتۍ چي څومره سوځوله کېږي خوشبويي ډېرېږي.

ولقد أمرعلی اللئيم يسبني                                فمضيت ثمة وقلت لا يعنيني

په يوه کم اصله باندي تېرېدلم او هغه ماته ښکنځلي کولې همداسي ورباندي تېر شوم او په زړه کي مي ويل چي ماته نه وايي .

اذا نطق السفيه فلا تجبه                                     فـخيرمن إجابته السكوت

فإن كلمته فرجت عنـــه                                   وإن خليته كمـــداً يمــــوت

سكت عن السفيه فظن أني                             عييت عن الجواب وما عييت

ولكني اكتسيت بثـوب حلم                                    وجنبت السفاهـة ما حييت

 

کله چي يوناپوه خبري کوي ځواب يې مه ورکوه دهغه ترځواب پټه خوله بهتره ده که خبري ورسره پیل کړې نو له دوکه دي خلاص کړ او که يې پرېږدې نو له دوکه به مري، ما خو دناپوه په وړاندي سکوت غوره کړ دهغه دا خيال شو چي ځواب مي نشي ویلای خو ما دبرداشت جامه واغوستله او ځان مي دټول ژوند لپاره له ناپوهي څخه وژغورلو.

امام شافعي رحمه الله فرمايي :

لو اني جادلت ألف عالم لغلبتهم            ولو اني جادلت جاهلا واحدا لغلبني

زه که له زرو علماوو سره په جګړه يم خو زه به ورباندي بری مومم خو که له يوه ناپوه سره په جګړه شم هغه به راباندي بری ومومي

د امرېکا پخوانی ولس مشر ابرهام لینکولن وایي : زه هغه لیکونه چي ماته ښکنځلی پکي شوي وي نه لولم، که يې وپېژنم لفافه يې هم نه خلاصوم داخو لا لېري خبره ده چي ځواب يې ولیکم داځکه چي که زه پدې کار لګیاشم نو خپل ولس ته هېڅ ګټه نشم رسولای ځکه خو خپل غوږونه کاڼه او سترګي ړندې ورباندي اچوم. او پښتانه ښه وايي : په يوه غوږ يې آوره او په بل يې باسه .

ليكنه: د.ابو خلیل قدوسي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د