نړۍ

خیبر اجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته برید شوی

نن ټکی آسیا: د پاکستان له قبایلې سېمي خیبراجنسۍ څخه خبرونه وايي، چې تېره شپه ناوخته په لنډي کوتل سېمه کې د پاکستاني ځواکونو پوسته تر وسلوال برید لاندې راغلي. دا برید په داسې حال کې کېږي، چې پرون پاکستاني طالبانو له مقابل لوري د څلوېښت ورځني اوربند د پای ته رسولو اعلان وکړ.

سیمه یېزو امنیتي چارواکو ویلي، چې په برید کې دواړو لوریو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی او تر ناوخته پورې د ډزې غږونه اورېدل کېدل، خو د مرګ-ژوبلې کره شمېر تر اوسه جوت نه دی.
ویل کېږي، چې د برید موخه  د پاکستاني عسکرو د وسلو زېرمتون و، چې تر ډېر ناوخته پورې ترې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
له پاکستانه په یو بل ورکول شوي راپور کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د صدراعظم نوازشریف له لورې رابلل شوي لوړ-پوړي حکومتي چارواکي په دې سره سلا شوي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ له سره پيل او پسې وغځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x