افغانستان

کډوالو وزارت: ایران تېره اوونۍ ۴۵۱۲ افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ایستلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ایران تېره اوونۍ ۴۵۱۲ افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې رالېږلي دي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، په ایستل شویو کډوالو کې هغه افغانان هم دي، چې ایران ته د کار لپاره تللي وو.

د میاخېل په خبره، له سرحدي ولایتونو څخه تر لاسه معلومات ښيي، چې تېره اوونۍ له ایرانه ۴۵۱۲ افغان کډوال هرات او نیمروز ولایتونو ته راړول شوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزات وايي، څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو په ګډه ناسته کې ایراني چارواکو سره یې دغه ستونزه یاده کړې وه او ایراني چارواکو هم ژمنه کړې وه، چې په زور به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د نومبر له ۱۹مې تر ۲۵مې له ایران نه نږدې ۱۴زره افغان کډوال په زوره ایستل شوي، چې ډېری یې په نیمروز او هرات ولایتونو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي او په روان کال کې ۱۷۷۲۰ افغانان له ایران نه په زور ایستل شوي دي.

اوسمهال په ایران نږدې دوه میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې له نیمايي زیات یې قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ«UNHCR» تېره ورځ ویلي وو، چې په روان کې له ایران او پاکستان نه ۵۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.

ملګري ملتونه: تر ۳میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړ دي

له ایران نه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې مهال پیل شوې، چې په افغانستان کې څو میاشتې یخ ژمی لا پاتې دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، راتلونکی کال ۳ میلیونه او ۳ سوه زره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x