fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٧٩برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

امريکايي ساينسپوه پروفيسرپالمر(Professor Palmer) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

کومه وحې چې الله جل جلاله حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته لیږلې ده؛ د هغې لږه برخه موږ په اوسنیو وختونو کې کشف کړې او کوښښ کوو چې ساینس په قرآن کې مطالعه کړو، په ځانګړي ډول سره ځمکه پوهنه (جیولوجي)

ساينس پوه پروفيسر تيجاسنm(Professor Tagasone ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

زه په دې عقیده یم چې هر هغه څه چې په قرآن کریم کې شته؛ هغه درست دي او د ساینس پوهانو له لورې به ثبوت کړل شي، دا چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه څه لوستلی او نه هم لیکلی شول؛ نو دا قرآن ضرور ورته وحې شوی دی، دا وحې دیوه خالق جل جلاله له لورې شوې ده، چې هغه خالق الله دی.

امريکايي مستشرق دنکان بلاک مکدونالد دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

امريكايې مستشرق دنكان بلاك مكدونالد (۱۸۶۳ – ۱۹۴۳):

د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم شخصيت له څوارلسو پيړيو وروسته، اوس هم د مسلمانانو د ځواكمنېدو لپاره يوازينۍ سرچېنه ده.

نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د