
طالبانو د فارياب مرکزي زندان مات کړ
نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، بيګا شپه د دوی نظامي ملګرو د فارياب ولايت مرکزي زندان مات کړی او ګڼ شمېر ملګري يې ترې ويستلي دي.
احمدي زياتوي چې، ازاد شوي ملګري يې خپلو خوندي سيمو ته رسيدلي دي.
د پيښې په اړه د نورو جزئیاتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.