fbpx

هسې زان به دې خراب کړې

رضوان الله فيضاني

نه پوهېږې هسې ځان به دې خراب کړې
نابود کېږې هسې ځان به دې خراب کړې

دا سنګر سنګر وطن هضموئ نشې
نه مړېږې هسې ځان به دې خراب کړې

دې قلزم کې فرعونيان تل لاهو شوي
بس غرقېږې هسې ځان به دې خراب کړې

شور دې ختم دی او زور دې اوبه شوی
نور ختمېږې هسې ځان به دې خراب کړې

شوم ارمان به وړې له ځانه سره ګور ته
مردارېږې هسې ځان به دې خراب کړې

غليمګيه فکر وکړه په خپل زور دې
ړېر غولېږې هسې ځان به دې خراب کړې

رېزمرېز به شې او ګوره شوم هدف ته
نه رسېږې هسې ځان به دې خراب کړې

فيضاني وايي ځان باسه خير دې نشته
خرابېږې هسې ځان به دې خراب کړې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د