افغانستان

هرات: د پولیسو د ویاند ورور وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار د پولیسو د ۶۰۶ زون  د ویاند ورور ناپېژندانو وسله والو وژلی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پولیسو ۶۰۶ زون ویاند عبدالروف احمدي ورور غلام مودود ارباب د خپل کور سره نږدې د ناپېژندانو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د دندې او د وژنې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هرات د پولیسو د ویاند ورور داسې مهال وژل کېږي، چې په دې وروستیو کې د هرات په ښار کې د غیر مسووله کسانو له لوري د وسلو ګرځول ډېر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x