افغانستان

ننګرهار: چارواکو د ۲۵ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولينو په دغه ولايت کې د ۲۵ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي، د اچين ولسوالۍ د مامندرې په شين چوبي سيمه کې د داعش وسله والو پر يوه مرکز د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال تاييدوي وايي، دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته شوی چې پرمهال يې د داعش ډلې مهم کسان هم وژل شوي دي.

هغه وايي، په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

د مشرقيوال په خبره په بريد کې ملکي خلکو ته تلفات نه دي اوښتي.

خو وخت ناوخت د ننګرهار په ځينو سيمو کې په هوايي بریدونو کې ملکي خلک په نښه کېږي، چې وروستی يې د داعش وسله والو سيمې ته نېږدې د پچير او ده بالا تر منځ سيمه کې د ملکي کسانو د جنازې موټر و.په هغه بريد کې نږدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو مرستندوی ادارې يوناما په تازه خپاره کړي راپور کې وويل، چې د بهرنيو ځواکونو د زياتېدونکو هوايي بريدونو له کبله د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x