افغانستان

د ملا اغاجان معتصم په تړاو ضد و نقیض راپورونه

نن ټکی آسیا: د طالبانو د پخواني غړي، معتصم اغاجان نوم یو ځل بیا هغه مهال د خبرونو سرټکی شو، چې تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د ښاغلي معتصم د نادرکۍ خبر خپور شو.

ښاغلی معتصم تر ۲۰۰۹م کال پورې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و، چې وروسته په ۲۰۱۰م کال د طالبانو د رسمي اعلامیې په وینا په یو شمېر چارو کې د «تصرف» او په حسابي چارو کې د «نه شفافیت» له امله له خپلې دندې ګوښه کړای شو. طالبانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي وو، چې نور نو ښاغلی معتصم د دوی استازیتوب نه شي کولای.

معتصم اغاجان چې کله طالبانو له خپلې دندې لرې او له خوځښته وشاړه، په ترکیه کې مېشت شو او وخت ناوخت به یې رسنیو ته د سولې په تړاو اعلامیې خپرولې. تېره میاشت ښاغلي اغاجان د یوې اعلامیې له لارې څرګنده کړه چې د ده په مشرۍ په امارتو کې د سولې په تړاو هڅې راوانې دي. د افغانستان د سولې عالي شورا د دې خبرې پخلی وکړ او د معصوم ستانکزي په مشرۍ يې یو پلاوی هم واستاوه، مګر له سفر وروسته د دوی د خبرو او پرمختګونو په تړاو رسنیو سره څه شریک نه شول.

له تېرې اوونۍ راهیسې لومړی د ښاغلي معتصم د ورکېدو او بیا د اماراتو د حکومت له خوا د نظربندۍ خبر خپور شو. د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو مسئول، اسماعیل قاسمیار وویل، چې دوی به د اماراتو له حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي. له خبرې کابو یوه اوونۍ وروسته د اماراتو چارواکو ومنله چې دوی معتصم په خپل کور کې نظربند کړی.

نن ازادۍ راډیو ادعا کړې ده چې معتصم خوشې شوی دی. دا راډیو د یوه افغان چارواکي په حواله چې نه غواړي نوم یې څرګند شي وايي د افغانستان د حکومت یوې خبري سرچیني ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې پخوانی طالب چارواکی ملا اغا جان معتصم په دوبۍ کې له څارنې خوشې شوې دی.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي نوموړی تیره شپه ناوخته خوشې شوی دی.

په دې اړه تر دې دمه نه افغان حکومت او نه هم ښاغلي معتصم رسنیو ته څه نه دي څرګند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x