افغانستان

میدان ودرګ: نرخ کې ګډو ځواکونو یوه ښوونځی تخریب کړې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملګرتيا د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې د زراعت لېسې پر ودانۍ چاپه اچولې او وسایل یې ورته تخریب کړې دي.

د دې لېسې امر عزت الله وايي، بهرنیان د کورنیو عسکرو په ګډون څو ورځې د دوی په لېسه کې مېشت وو.

د هغه په خبره د ښوونځي کړکړۍ، څوکۍ او دراوزې يې ماتې کړې دي او د ګڼو کمپیوټرو مهمې پرزې هم وړې دي.

دا لېسه چې د ډاکټر عبدالوکیل په نوم يادېږي، په هغه کلي کې پرته ده، چې وړاندې تر دې هم پکې بهرنیو او کورنیو عسکرو ملکي تلفات اړولي وو.

د دې لېسې تدریسې مدیر محمد حلیم وايي، عسکرو له ځانو سره د دوی مهم اسناد او پروجیکټور وړی، پنځه پایې کمپیوټرونه او د لابرتوار وسایل يې لوټ کړي دي.

محمد حلیم وايي لېسې ته يې په ټولیز ډول، سلګونه زره افغانۍ تاوان رسولی دی، د هغه په خبره بهرنیان او ملګري يې د عام المنفعه بنسټونو خیال نه ساتي.

تر اوسه بهرنیانو یا هم افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ملي دفاع وزارت په ګڼو سیمو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx