افغانستان

روڼتیا څار بنسټ: وکیلان د بودجې د سم لګښت مخه نیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا د څار بنسټ وايي، هر کال وکیلان د بودجې د سم لګښت مخه نيسي او هڅه کوي خپلې شخصي ګټې پکې ولټوي.

د دې بنسټ اجرايوي مشر سید اکرام افضلي په کابل کې ناستې ته وویل، هر کال وکیلان د داسې پروژو پیلولو ته خوشاله وي، چې د دوی خپل خپلوان پکې برخه واخلي، دوی د هغو پروژو د تطبیق مخه نیسي چې دوی ته پکې شخصي ګټه نه رسېږي.

د دې بنسټ بل غړی محمد ناصر تيموري وايي، د روان ۱۳۹۶ لمریز کال بودجه د دې له امله یو ځل رد شوه، چې هر وکیل پکې خپلې دوه پروژې ور زیاتې کړې.

د هغه په خبره له همدې حسابه ۳۷۰ پروژې چې ټول لګښت يې ۷۰ میلیونه ډالره کېده، بې له کومې مطالعې، سروې او د امکاناتو له سنجولو په ملي بودجه کې ومنل شوې.

د دوی په خبره د روان کال د ټولو ۷۸۶ پروژو له ډلې یوه هم د خلکو د اړتیا یا خوښې له امله نه ده نیول شوې، بلکې وکیلانو پکې خپلې ګټې لټولې.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي بیا دا ډولو تورونه رد کړل او ويې ویل، که دغه بنسټ اسناد لري نو دوی به په فساد ککړ وکیلان قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

یاده دې وي د راتلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال لپاره ۸۵۰ پروژې په پام کې نیول شوې، چې د دې بنسټ پر دعوه یوه يې هم د خلکو د اړتیا له مخې نه ده نیول شوې.

د روڼتیا د څار بنسټ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېرو اتو میاشتو کې يې ۱۲۳ امنیتي منسوبین د فساد په تور قضايي ارګانونو ته ور معرفي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x