fbpx

د شیعه ګانو مذهبونه (دوهمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د صحابه کرامو رضی الله عنهم د اجتهاد په اړه او خوارجو او شیعه ګانو په پیدا کېدو باندې خبرې کړې وې او د شیعه ګانو یو څو ډلې مو یادې کړې وې د هغې برخې په تعقیب …

الامامیة (اثنا عشریه)

دې ډلې ته الشیعة الامامیة ویل کیږي پدې ډله کې د اوسني وخت د ایران ، عراق پاکستان اکثر شیعه ګان داخل دي د بی بی سي فارسی د یوه را پور له مخې په افغانستان کې میشت هزاره هم له همدې ډلې څخه دي اثنا عشریه شیعه ګان وايي چې زمونږ لمړی امام حضرت علی (رضی الله عنه) دی او د هغه امامت په نص سره ثابت دی او ددې لپاره څه احادیث وړاندې کوي او د هغې د صحت دعوه کوي چې ټول یې موضوعي او له ځانه جوړ کړل شوي او یا تحریف شوی دي اصلیت او سند نه لري .

همدارنګه دوی وایي چې کله هم په تاریخ کې داسې نه دي ثابت شوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چېرته حضرت علي (رضی الله عنه) لېږلی وي او د هغه به سر یې بل څوک امیر کړی وي بلکه کله به چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په کومه چریکي ډله کې حضرت علی (رضی الله عنه) لېږلو نو خامخا به امیر حضرت علی (رضی الله عنه) وو بل څوک به دده په سر امیر نه وو نو معنی دا چې داسې څوک نه وو چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دده په سر د امارت قابل ګڼلی وای او نور چې څومره صحابه کرام وو کله به دوی امیران وو کله به رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دوی په سر باندې بل څوک امیران مقرر کړي وو و غیره داسې نور دلائل دوی ددې لپاره وایي چې له تاریخ او نص څخه ښکاره ده چې حضرت علی (رضی الله عنه) زمونږ امام دی .

دوی خپل دولس امامان لري او د هغوی ټولو د معصومیت دعوه کوي او هغه امامان کسان چې دوی یې خپل امامان ګڼي په لاندې ډول دي :

۱. حضرت علی بن ابی طالب (رضی الله عنه)
۲. حضرت حسن بی علی (رضی الله عنه)
۳. حضرت حسین بن علی (رضی الله عنه)
۴. حضرت علی سجاد زین العابدین بن حسین رحمه الله
۵. باقر العلوم محمد بن علی بن الحسین رحمه الله
۶. جعفر بن محمد الصادق المعروف ب (جفر الصادق) رحمه الله
۷. موسی الکاظم بن جعفر رحمه الله
۸. علی الرضا بن موسی الکاظم بن جعفرالصادق
۹. محمد بن علی ابو جعفر الجواد
۱۰. علی بن محمد الهادي ابو الحسن الثالث
۱۱. ابو محمد الحسن العسکري بن علی
۱۲. ابو القاسم محمد بن الحسن العسکري

دوی وایی چې دا دولس کسان معصومین دي او له دوی سره حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او حضرت فاطمة بنت رسول الله هم معصومین دی نو دوی ته چهارده معصومین وایی .

او د دولسم امام په اړه د دوی عقیده ده چې دا په خپل کور کې غیب شو او د خلکو له سترګو پناه شو دا به تر هغه وخته پورې د خلکو له سترګو پناه وي ترڅو چې هغه بېرته یو وخت ځان را ښکاره کړي او بیا به د خلکو امامت وکوي او زمکه به له عدل او انصاف نه ډکه کړي .

لکه مخکې چې تېر شول په اوس وخت کې اکثر شیعه ګان همدا خلک دي .

ددوی په عقائدو کې هم ډیر ناروا شیان دی ، امامانو ته په ډېرو لوړو مرتبو قائل دي ، لکه مخکې چې تېر شول خپل امامان ټول معصومین ګڼي چې دا هم زمونږ د شریعت خلاف عقیده ده

الغرابیة

دا د شیعه ګانو بله ګمراه ډله وه دوی حضرت علی رضی الله ته د خدایی مرتبه نه ورکوله لکن دده په اړه به یې څه داسې خبرې کولې چې نېږدې وه چې تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې غوره کړي د همدې ګمراهانو قول دی چې ویل به یې : وحی په حضرت علی (رضی الله عنه) راتله لکن (نعوذ با لله) جبریل (علیه السلام) په غلطي کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته وروړه او دوی ته غرابیة ویل کیږي ځکه دوی به ویل چې حضرت علی (رضی الله عنه) په هرڅه کې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره دومره زیات مشابه دی لکه غراب (کارغه) چې له بل غراب سره مشابه وي نو دوی وایی چې حضرت جبریل (علیه السلام) هم د همدې زیات مشابهت له امله غلط شو د حضرت علی رضی الله عنه په ځای یې وحی رسول الله ته وروړه (نعوذ با لله) .

ددوی ګمراهي دومره ښکاره وه چې هېڅ ددې ضرورت یې نه درلود چې باید بطلان یې ښکاره شي یا ورسره بحث وشي لکه امام ابن حزم چې په خپل کتاب الفصل کې لیکلي دي چې دوی دومره کم عقل وو چې تاریخ ته یې هم پام نه وو چې د وحی راتلو په وخت کې حضرت علی (رضی الله عنه) ماشوم وو او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ۴۰ کلونو وو نو یو ماشوم او د ۴۰ کلونو عمر لرونکی ځوان څنګه سره یو ډول وي؟ څنګه کېدای شي چې د الله تعالی پاک ملک غلط شي؟ نور بیا انشاء الله

المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د