
هرات: په ګلران والسوالي کې یوولسو پولیسو خپلې دندې پرېښودې
طالبان وايي چې د دوی د جلب او جذب کمیسیون د هرات د ګلران په زیره ګي سیمه کې په تېرو څو اوونیو کې ځينې امنيتي مسوولین د دندو پرېښودو ته هڅولي وو، چې یوولس تنو پولیسو يې خپلې دندې پرېښودي.
د دوی په خبره یادو پولیسو د حقایقو په درک کولو خپلې دندې پرېښودې او عادي ژوند ته راوګرځېدل. د طالبانو د خبرپانې له مخې د دندو پرېښوودنکو پولیسانو نومونه دغه دي:
وکیل احمد ولد عبدالله ، خیر محمد ولد ګل احمد ، سخي ولد قمر الدین ، عبدالشکور ولد خان اغا ، نثار ولد جمعه ، عبدالشکور ولد جمعه خان ، دین محمد ولد یوسف ، ګل خان ولد عبدالرحمن ، فضل احمد ولد جانان ، محمد ولد عوض ، نوراحمد ولد نظرمحمد.
د د دې پولیسو اړوند دولتي مسوولینو تراوسه څه نه دي ویلي، یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د خبرو په وسیله د دولت له نظامي مسوولینو سره تفاهم عام افغانان هم ستايي.