افغانستان

خلیلي: له طالبانو سره سولې ته چمتو یو؛ خو له داعش سره نه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وايي، د سولې عالي شورا د طالبانو سره خبرو ته چمتو ده او دوی چې د هرې لارې غواړي خبرې ورسره کوو؛ څو افغانان سولې ته ورسېږي.

خلیلي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي یووالي حکومت یوازې له طالبانو سره سوله کوي؛ خو له داعش سره د سولې هېڅ خبرې نه کوي.

د ده په خبره، «طالبان او داعشیان سره جلا دي. موږ یوازې له طالبانو سره د سولې خبرې کوو او که چېرې طالبانو او داعشیانو ته یو فکر وکړو؛ موږ پر بله لاره بیايي.»

ده وویل، که طالبان د مذاکراتو غوښتنه په هر ځای کې وکړي، حکومت ورته چمتو دی او که طالبان خپل دفتر په کابل، قطر او یا کوم بل ځای کې وغواړي؛ نو حکومت به ورته دفتر پرانېزي.

د سولې عالي شورا مشر پر پاکستان هم نیوکه وکړه، چې د افغان سولې په برخه کې له دوه مخۍ کار اخلي.

د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې داسې مهال نرمي ښودلې، چې طالبانو په بیا ـ بیا ویلي چې د امریکايي ځواکونو په شتوالي کې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

طالبان په خپلو پخوانیو اعلامیو کې ویلي، چې د یوه امریکايي عسکر په موجودیت کې به هم جګړې ته دوام ورکړي.
طالبان وايي، جګړې ته به تر هغه وخت دوام ورکړي، چې امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول وتلي نه وي او یا یې د وتلو نړیوال تظمین نه وي ورکړی.
د سولې عالي شوار په ۱۳۸۹کال د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې جوړه شو؛ خو په تېرو اتو کلونو کې یې ښکاره لاسته راوړنه د حزب اسلامي سره د سولې خبرې بلل کېږي.

د روانو چارو شنونکي وايي، چې افغان دولت او امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي او د دوی په خبره، امریکا او افغان چارواکي خپلې ګټې په جګړه کې ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

ددې امریکایې چوټو ګانو دا خبری چی له داعش سره سوله نه کوو او طالب سره یې کوو اصلا پخپل ذات کښې تبلیغاتی جنبه لری او داعش ته له کمپاین کولو ماسوا بل څه نه دی. که ستاسو په یاد وی څو کاله مخکی چی په افغانستان کښې داعشی منحوسه پروژه نه وه نو آیا همدغه هماغه کسان نه و چی له طالبانو سره یې د سولی مخالفت کوو او ویل به يې چی طالبان آدم کشان دي او لاسونه یې د زرګونه بی ګناه انسانانو په وینو سره دي، نو بنأ که له طالب سره سوله کیږی نو باید… نور لوستل »

اجمل ساحل

داعش خو ددوی خپله مرداري ده ، نوله خپلو سره سوله څرنګه کوي؟ داعش خو دهمدي یرغلګرو تالۍ څټي دي ، هغوی سره جوړه څرنګه وشي ، داعش ته خپله امریکایان وسلې اومهمات برابروي نوله هغوی سره خو سوله داسي ده لکه سړی چې وایې له اربکیانو یاسنګوریانو سره سوله کوم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x